شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهد استرالیا افغان الاصلې سناتورې د بهرنیو اړیکو له کمېټې د اعتراض...

د استرالیا افغان الاصلې سناتورې د بهرنیو اړیکو له کمېټې د اعتراض په دود استعفا ورکړه

تاند (جمعه، د جوزا ۱۱ مه) د اسټرالیا افغان الاصلې سناتورې “فاطمې پیمان” د فلسطین په ملاتړ او د اسراییل له لوري د فسطینیانو د نسل وژنې په اعتراض کې د دغه هیواد سناجرګې د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې له خپلې دندې استعفا وکړه.

نوموړي یوازې د استرالیا د سناجرګې د بهرنیو چارو په کمېټه کې له خپلې دندې استعفا کړې، خو لا هم د دغه هېواد د مشرانو جرګې غړې ده.

فاطمې پیمان د استرالیا له حکومته وغوښتل چې له اسراییلي رژیم سره سوداګري اړیکې پرې کړي.

د استرالیا د «ABC» چینل د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د سناجرګې د بهرنیو اړیکو له کمیټې څخه د پیمان استعفا تایید کړې ده.

دې افغان الاصلې سناتورې ټینګار وکړ، هغه څه چې په غزه کې روان دي “نسل وژنه” ده او باید له بل نظره ونه کتل شي.

پیمان په رفح باندې د اسراییلي رژیم له وروستۍ وحشیانه حملې وروسته په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې د استرالیا حکومت باید په غزه کې د نسل وژنې د ختمولو غوښتنه وکړی، له اسراییلو سره تجارتی اړیکې پرې کړی او د فلسطین دولت په رسمیت وپیژنی.

1 COMMENT

  1. د دی خور دریځ او عکس العمل کاملا انسانی ، ضد ظلم و وحشت او ایمانی شجاعت ښکارندوی دی ،خو مع الاسف شرم دی د هغو امرا او علماوو لپاره کوم چي ړانده او کاڼه دی او د بشریت آلام حس کولی نشی او نه د علاج په لټه کی دی او کالحیوان ژوند کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب