شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهپه بنو کې په یوه بمي برید کې ۷ پاکستاني ځواکونو ته...

په بنو کې په یوه بمي برید کې ۷ پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند (جمعه، د جوزا ۱۱ مه) د پاکستان امنيتي سرچينې وايي، نن (جمعه) د خيبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر کاروان ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د سيمې امنيتي سرچينو رسنیو ته وويل چې دا برید د بنو په جاني خيل سيمه کې شوی دی. سرچينو زياته کړې چې د امنيتي ځواکونو درې موټر پر سړک تېرېدل او د جاني خېلو سيمې ته د تللو په حال کې وو، چې د سړک د غاړې بم پرې وچاودېده.
په دې چاودنه کې څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت منلی نه دی خو دا ډول بریدونه عموماً ټي ټي پي کوي.
دا برید په داسي حال کې وشو چې پرون د پاکستان د کورنیو چارو د مرستیال وزیر په مشرۍ یوه پاکستاني پلاوي له طالب چارواکو سره پر امنیتي مسلو خبرې وکړې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د دغه وزارت مرستیال له پاکستاني پلاوي سره په کتنه کې د بشام تروریستي پېښه یوه “بده” پېښه بللې او ویلي یې دي چې طالبان د شریر سیاست په لټه کې نه دي.

ده همداراز وویل چې د طالبانو حکومت ژمن دی چې اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

طالبان وايي، د دغه هېواد د کورنیو چارو د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ پاکستاني پلاوي د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو له مرستیال محمد نبي عمري سره د خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې د مارچ د ۲۶مې نېټې د حملې په اړه خبرې وکړې او په امنیتي برخه کې یې د طالبانو د حکومت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب