یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان د افغان سوداګرو د ترانزیت لپاره نوي خنډونه جوړوي

پاکستان د افغان سوداګرو د ترانزیت لپاره نوي خنډونه جوړوي

تاند (یکشنبه، د حوزا ۶ مه) د پاکستان حکومت له افغانستان سره د ترانزیتي سوداګرۍ د قوانینو د لا سختولو په لړ کې پرېکړه کړې چې نور به له افغانستان سره د مالونو لېږد یوازې پر هغو لارو کېږي چې مخکې پرې توافق شوی وي او د افغان سوداګرو د مالونو وړونکي موټر باید پاکستان ته د ننوتو موقت اجازه لیک هم ولري.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې یو سند یې ترلاسه کړی چې ښیي هغه باري موټر چې له افغانستان څخه پاکستان ته د بار وړلو اجازه لري، باید په پېښور یا کوټه کې د ترانزیتي سوداګرۍ په اداره کې ثبت شي څو پاکستان ته د داخلیدو موقت اسناد ورکړل شي.

د دغه راپور له مخې، وسایط باید د ننوتلو د لنډمهاله جواز د ترلاسه کولو لپاره د موټر د مالک د بریښنایی ملي کارت تصدیق شوې کاپي، د موټرو جواز، د تخنیکي معاینې سند او د ترانزیتي سوداګرۍ اړوند د وارداتي او صادراتي مالونو او ترانسپورت ضمانت پاڼه ولري.

راپور زیاتوي چې د ننوتلو لنډمهاله جواز د صادریدو او پای ته رسیدو نیټه لري او د نوي کولو لپاره باید د اړوند هیواد ترانسپورت ریاست ته مراجعه وشي.

پاکستان په داسي حال کې له افغانستان سره ترانزیتي قوانینو د سخته کولو په حال کې دی چې د پاکستان د مخکینیو شرایطو له کبله د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري د تیرو کلونو پرتله خورا کمه شوې ده.

د پاکستان له خوا پر ترانزیتي فعالیتونو د مالیاتو زیاتوالی، د نویو محدودیتونو لګول او له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل د افغان سوداګرو پر وړاندې د پاکستان له خوا لګول شوي ستونزې دي چې له کبله یې د دوو خواوو سوداګري اغېزمن شوې ده.

دا ستونزې پر هغو خنډونو سربېره دي چې پاکستان یې د افغانستان د میوو د صادراتو په مهال د لارو په بندولو رامنځته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب