دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهشېخ ندیم: ملا هبت الله به ژر ځینې مالیې لغوه کړي

شېخ ندیم: ملا هبت الله به ژر ځینې مالیې لغوه کړي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۶ مه) د لوړو زده کړو وزارت لپاره د طالبانو وزیر او د دوی د عمومي مشر نږدې کس شېخ ندا محمد ندیم ویلي، چې د دوی عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده به ژر یو شمېر مالیې لغوه اعلان کړي.

شېخ ندیم په یوه غونډه کې دا خبره کړې، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

هغه ادعا کړې، چې ملا هبت الله ارمان لري چې یوه ورځ د ده په ټکیو د افغانستان مسلمانانو ته خپله پیسې ورکړي، نه دا چې مالیې ورڅخه واخلي.

شېخ ندیم ونه ویل، چې ملا هبت الله په کومه هیله دا ارمان او پلان لري او که واک یې وپایي، خپله واکمني به په کومه وسیله غواړي تمویل کړي؟

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره دوی پر خلکو مالیې زیاتې او پراخې کړې، چې ملا ماتوونکې او ظالمانه وګڼل شوې.

طالب چارواکو د دغو  مالیو د وضع کولو ننګه کړې او ورسره یې د عوایدو د زیاتیدو خبر ورکړی.

1 COMMENT

  1. دا وزیر دی باید په خپله برخی کی خبری وکړی چی څه وخت در انجونو در تحصیل بندیز ختمږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب