شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپاکستان یو وار بیا ادعا وکړه چې د داسو برید په افغانستان...

پاکستان یو وار بیا ادعا وکړه چې د داسو برید په افغانستان کې طراحي شوی و

تاند (یکشنبه، د جوزا ۶ مه) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي نن (شنبې)ادعا وکړه په بشام کې په چینايي انجینرانو برید په افغانستان کې تنظیم شوی و ، ټي ټي پي یا تحريک طالبان پاکستان طراحي کړی و.

نقوي په لاهور کې د ترهګرۍ ضد ملي ادارې (نیکټا)له چارواکو سره یوه مطبوعاتي کنفرانس ته په وینا کې، څرګنده کړه چې کره شواهد شته چې د مارچ د ۲۶مې برید د افغانستان له خاورې سره تړاو لري.

د مارچ په ٢٦ نېټه داسو ته پر لاره د چين د انجنيرانو پر کاروان ځانمرګی بريد وشو چې د پنځو چينايانو په ګډون شپږ تنه يې ووژل. په برید کې له چاودیدونکو توکو ډک موټر له کاروان سره ټکر شو.

نقوي وویل، “د بشام پېښه کره شواهد لري چې د داسو حمله په افغانستان کې پلان شوې او له هغه ځایه  عملي شوې وه.” 

“موږ اصلي شکمن کسان نیولي او د دې ادعاوو د تائید لپاره کره شواهد لرو. د پولو په اوږدو کې امنیت ټینګ شوی دی، خو تروریستان لا هم د نفوذ او ورانکارۍ اراده لري.”

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د تروریستي فعالیتونو لپاره د افغانستان له خاورې په ځانګړي ډول پر چینايي اتباعو په حملې سخته اندیښنه څرګنده کړه.

هغه د پاکستان د اقتصاد لپاره له چين سره دهمکارۍاهميت ته اشاره وکړه او په هېواد کې يې د چينايانو د خونديتوب د تامينولو لپاره د حکومت پر ژمنې ټينګار وکړ.

نقوي له افغان حکومته وغوښتل چې د هغو ترهګرو پر ضد چې په خاوره کې یې فعالیت کوي، پرېکنده اقدام وکړي او یا یې پاکستان ته وسپاري.

ده ټینګار وکړ: “موږ له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو، خو د ترهګرۍ لپاره د افغانستان د خاورې کارول نه شو زغملای.”

د داسو له بریده وروسته چین پر دوو بندونو کار ودراوه خو پاکستان د دې لپاره چې د چین ته ډاډ ورکړي اعلان وکړ چې د داسو د حملې عاملان یې نیولي او حمله کوونکی له افغانستان څخه د سپین بولدک له لارې بلوچستان او بیا خیبرپښتونخوا ته تللی وو.

د طالبانو حکومت له افغانستان سره د داسو د حملې د تړلو په باب د پاکستان ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې هچا ته احازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پر بل هیواد برید وکړي.

1 COMMENT

  1. ماشاالله، د پاکستان په بیوسۍ خفه یم او الله دې تل همدا شان بیوسه، منافق، مختوري او د نړۍ د نفرت وړ لري. دوی به بیا د ابلیس بادار نه د کمې بلې پروژې د تطبیق تمه لري او یا به یې پروژه اخستې وي، مګر طالب هم د اعتبار وړ ندی ځکه دوی هم د پاکستان او امریکا د شریک پلان برخه ده. که بیخ راوسپړې طالب او داعش دواړه د یو ځای نه تمویلیږي، نو باور نه کیږي چې پاکستان دې شامل نه وي. په افغانستان کې داسې حکومت او رهبري پکار ده چې د نړۍ او ګاونډ په هیڅ موضوع کې پاکستان دخیل نکړي او نړیوالو ته یې د منافقت ثبوت وړاندې کړي. د وران ویجاړ او برباد پاکستان په هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب