Homeخبرونهملا برادر او ملا متقي د ایران په لور وخوځیدل

ملا برادر او ملا متقي د ایران په لور وخوځیدل

تاند (۴شنبه، د جوزا دویمه) د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن سهار د ایران د وفات شوي ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د ایران پلازمېنې تهران ته روان شو.

د ملا برادر دفتر وایي، چې نوموړی به د ایران پلازمېنه تهران کې د دغه هېواد د وفات شوي ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د دغه هېواد حکومتي مسوولینو، د مرحوم کورنۍ او د ایران ولس ته د طالبانو د رژيم او د افغانستان د خلکو په استازیتوب د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له ملا برادر سره په دغه سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ملتیا کوي.
په پام کې ده چې د ایران وفات شوی ولسمشر رییسي او ورسره د چورلکې د لوېدو پېښه کې نور وژل شوي کسان نن خاورو ته وسپارل شي.
د سیمې او نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو چارواکي هم د نوموړي د جنازې مراسمو ته روان شوي او د تګ په حال کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...