شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د « لار نقشې او راتلونکي » په اړه قطر...

د افغانستان د « لار نقشې او راتلونکي » په اړه قطر سره د ټام ویسټ خبرې

تاند (۴شنبه، د جوزا دویمه) د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټام ویسټ د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان په اړه د خبرو خبر ورکړی.

هغه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې خبرو کې د افغانستان « لار نقشه او راتلونکی» د خبرو محوري بحث و.

ویسټ له زیاتو جزیاتو پرته په دې برخه کې د قطر ونډه فعاله او د اړیکو د پراختیا لپاره هڅې د ستاینې وړ ګڼلې دي.

د دې خبرو او جزیاتو په تړاو یې ټام ویسټ او د قطر بهرنیو چارو وزارت دواړو نور څه نه دي ویلي.

دا خبرې داسې مهال دي، چې ټاکل شوې د راتلونکې جون میاشتې په دېرشمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه غونډه د دوو ورځو لپاره پيل شي.

تر دې غونډې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله کابل ته راغلې وه او طالب چارواکي یې غونډه کې د پلاوي استولو ته وبلل، خو د طالب چارواکو له اعلان کړو خبرو ښکاري چې دوی د دوحې د دویمې ناستې په شان په دې ناسته کې هم برخه نه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب