شنبه, اپریل 27, 2024
Home+خدای پاماني۳: / عزیزالله انیس

خدای پاماني۳: / عزیزالله انیس

     یاره! له تا سره مې ښه وخت تېر کړ، کومه بده خاطره درڅخه نلرم. خو ګیلمن درڅخه په دې وم چې هر وخت به دې د ستړیاوو لامل زه بللم. زه به هم درڅخه ولاړ شم، خو ګومان مې نشي چې ته دې په قرار شې. تا ته به ښه یاد وي چې زه په لومړي ځل درسره مخ شوم، ته ستړی او سرګردانه وې، تل به خپلو او د نورو کارونو ته زورېدې، شپه او ورځ به د کار په فکر کې وې، خوب دې نارامه او ژوند دې لالهانده ؤ. ما څو ځلې هڅه وکړه چې تا ته بېغمي در زده کړم، خو ته به بیا بیا د بېغمۍ په ازموینه کې ناکامېدې.

     زما ستړیه انډیواله! بېغمي خو مې درزده نکړه، خو زما ځینې نصیحتونه باید درسره یاداښت کړې:

  • ما خو ستا د ستړیا پر حال افسوس وکړ، خو ستا دا ستړیا له اوږده ذلت څخه د خلاصون په خاطر د قدر وړ ده. زه ډاډه یم چې ته به د دې ستړیا ثمره ووینې. خو لږه لږه بې غمي هم ورسره زده کړه، که نه نو همدا سرګرداني به دې له وخته مخکې ووژني او د ستړیا ثمره به دې په دې دنیا ونه ګورې.
  • په یو کار کې د بریالیتوب لپاره تمرکز اړین دی. که ته سهار وختي خپل کار ته ولاړ شې؛ باران، باد، واورې، ساړه، ګرمي، ماښام او غرمه تا له خپل کاره روانه ګرځوي؛ لکه څنګه چې عاشق په خوب کې لیلا وینې، ته په خوب کې خپل کارځای وګورې؛ همېشه دې کار په فکر کې یې… نو ته به حتمن په خپل کار کې بریالی یې. خو باید پام دې وي چې له ژوند څخه د خوند اخیستلو په وخت کې به کار هېروې.
  • یو شخص چې خفه وي، نو ژړا یې زړه سپکوي، وروسته له ژړا یو خوندور احساس کوي؛ خو که خجالت شي، نو بیا ژړلی نشي. دا حالت تر خفه کېدو، څو چنده زورونکی دی.
  • نوي مهارتونه زده کول دومره مشکل نه دي، سخت کار د ناسم زده کړو هېرول دي.
  • تا ډېر وخت په دې تېر کړ چې اړیکې وپالې، خو د اړیکو پاللو له تا څخه د ځان پالل هېر کړل. د دې پر ځای دې باید ځانته توجه کړې وای.
  • یو وخت ستا ارمان هم ؤ چې باید له مخکښو او علمي شخصیتونه سره ناسته پاسته ولرم. خو ته تېروتلی وې، ځکه چې که به دې کسانو ته د مینې له مخې هم ورنږدې شوې، نو هغوۍ به درته د کم عقل یا چاپلوس ګومان کاوه. د دې پر ځای چې د دوۍ سره د اړیکو لپاره دوۍ ته ورشې، ښه به دا وي چې په ځان کې دومره ظرفیت پیدا کړې چې دوۍ دې خپله احوال واخلي.
  • له اکسیجن پرته ژوند ناممکن دی، خو دا چې ټول انسانان ورته لاسرسی لري، په اړه یې ډېر کم انسانان خبرې کوي، د دې لپاره چې د پام وړ شې، باید له ټولو راټول او ځانګړی شې. خاص کېدل دا نه دي چې له ټولو خلکو سره یې وپالې، خاص کېدل په یوازیتوب کې دي. د ګڼو خلکو په منځ کې ولاړ انسان ته د چا پام نه وي، یوازې ولاړ انسان هر څوک ویني.
  • ستړیا بده نه ده، خو چې په ستړیا کې څوک د مینې خواږه درکړي، ناز درکړي، در ته ووایې چې قربان! در صدقه شم، ستا ستړیا دې پر ما شې… که داسې څوک ولرې، نو باید هره ورځ ځان ستړی کړې او که یې ونلرې، نو ستړیا دې هم دوه چنده کېږي.
  • ناکام هغوۍ نه دي چې د ازموینو په پایلو کې یې ورته ناکام لیکلي وي، یا یې په تجارت کې پیسې بایللې. ناکام هغوۍ دي چې له کاره لویدلي. خدای دې تا له کاره نه لووي. که ناکام شوې، نو هغوۍ چې ته ورته لګیا یې، ستا تېرې قربانۍ هېروي. دوۍ به بیا یوازې ستا غلطۍ شماري، هر یو به دې ملامته بولي او ته د خلکو غوندې هم نه یې، ته ډېر ضدي یې. که ته مطلق ناکام شوې، نو ژوند به دې ډېر رالنډ شي. داسې څوک نشته چې له ناکامیو سره سره دې به غېږ کې ونیسي، نو ځکه باید ځان بریالی کړې.
  • دې ته مه خفه کېږه چې سختۍ ګالې، هغه عظمت چې ته یې غواړې، له دې ډېرې زیاتې سختۍ غواړي او د انسان عظمت له هغو سختیو سره مستقیمه اړیکه لري چې دی یې تېروي.

هیله ده چې زما په دې نصیحتونه به عمل وکړې. هسې نه چې د ممتاز غوندې بیت راپسې راوشړې:

نصیحتونه دې کوه یې راته

ګوڼ یم غږونه دې کوه یې راته

په پاک رب دې سپارم. هیله ده چې ۱۴۰۳ لمریز کال به دې له خوشالیو او بریالیتونو څخه ډک وي. د تل لپاره د خدای په امان!

ستا انډیوال

۱۴۰۲ لمریز کال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب