شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې د ترافیکي پېښو له امله د ۸ تنو مړینه

بدخشان کې د ترافیکي پېښو له امله د ۸ تنو مړینه

تاند (جمعه، د حمل ۳ مه)د‌ بدخشان د شغنان ولسوالۍ په درمارخت کلي کې د‌ يوې ترافيکي پيښې له امله اته تنه مړه شوي او يو بل ټپي شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي تلویزون په یوه لنډ خبر کې لیکلي، چې دغه پېښه د يوه فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

سرچینې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

له وروستیو ورځو راهیسې له بدخشان ولایت څخه د ترافیکي پېښو خبرونه زیات شوي.

ترافیکي پېښې په افغانستان کې له ډېرو کلونو راهیسې له جګړې وروسته د زیاتې مرګ ژوبلې تر ټولو مهم لامل ګڼل کیده.

تېره اوونۍ د طالبانو د رییس الوزرا دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې د هغه په مشرۍ د طالبانو کابینې په غونډه کې یو شمېر وزارتونو ته دنده سپارل شوې چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره طرحه جوړه او ورسره شریکه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب