دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهافغانستان کورونايي شرایطو کې خپل ۱۶ زره هېوادوال الوتنو کې را انتقال...

افغانستان کورونايي شرایطو کې خپل ۱۶ زره هېوادوال الوتنو کې را انتقال کړي دي

تاند، جمعه، د جوزا ۲مه: د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د کورونا ویروس د خورېدو او له هغه وروسته د پروازونو ځنډېدو وروسته یې په سلو پروازونو کې له هېواده بهر ګڼو هېوادونو کې بند پاتې له ۱۶ زرو ډېر افغانان کابل ته رالېږدولي دي.

د دغې ادارې لخوا نن جمعه تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلی چې ټول ۱۶ زره مسافر د احتیاطي او روغتیاي تدابیرو په پام کې نیولو سره د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو په لږ تر لږه ۱۰۰ پروازونو کې هېواد ته رارسولي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

خبرپاڼه وايي، تر دې دمه له هند، عربي اماراتو، سعودي عربستان ترکیې او څو نورو هېوادونو څخه ورته د افغانانو د انتقال اجازه ورکړل شوې ده.

د خبرپاڼې په قول د دې تر څنګ د کورونايي قرنطین په موده کې کابل ته په سوداګریزو توکو بار ۲۶ د کارګو الوتنې هم رارسېدلي دي.

د یادونې ده چې د روان کال د وري میاشتې په شلمه د کورونا له کبله د یو طرفه الوتنو پرته، افغانستان ته ټولې بهرنۍ الوتنې وځنډول شوې او کورني پروازونه په بیساري توګه وځنډول شول.

له هند او پاکستانه د افغانانو د راتګ تازه لړۍ پیل شوه

په افغانستان او سیمه کې د کرونا د ویروس د خپریدو وړاندې د هند هوايي کرښې او د سپایس جیټ هندي خصوصي شرکت د الوتنو ترڅنګ د ترکیې، اماراتو، فلای ډوبۍ او د پاکستان پي آی اې هوايي شرکت کابل او د دغو هیوادونو د لویو ښارونو ترمنځ الوتنې کولې.

همداشان د افغانستان اریانا افغان هوايي او کام ایر هوايي شرکتونو هم د سیمې یو شمیر هیوادونو ته منظمې الوتنې کولې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب