یکشنبه, مې 19, 2024
Home+‎د ونو، د ګلونو، د رڼو اوبو ادکې! || سیال یوسفي

‎د ونو، د ګلونو، د رڼو اوبو ادکې! || سیال یوسفي

د خپلواکۍ ۱۰۴مه وه، نه نمانځل کېده، پر بیرغ، جشن، واټونو ته وتلو او کاروان کېدو کلکه پابندي وه. وطنۍ مینې او احساس ویده او بې حسه اندامونه تخنول خو زړه کې مو یې د راویښولو هیڅ حوصله نه وه پاتې.. د وطني جذبې زور همدومره پاتې و چې د مېلمه د خونې د المارۍ پر سر ایښي کوچني بېرغ ته مو سترګې ځیر کړې وې او بس.
له بلې خوا له وطنه د وتلو او چېرته لرې د لویدیځ په رنګینو ښارونو کې د میشت کېدو شور او شر جوړ، وس لرونکي او بې وسه، بې نیازه او اړ شوي او بې غرضه او تر ګواښ لاندې ټول په یوه خوله چې له وطنه وتل اړین دي.
په دغه شر او شور او هنګامه کې یوه خبره او یوه کلمه د هیچا ذهن ته نه راتله او که راتله هم له لومړیتوبه وروسته وه او هغه کلمه؛ وطن! هېواد! ټاټوبی! افغانستان وه!!!
زه ډيری وخت ملګرو ته وایم، خدای چې پر دې وطن څومره مهربان دی، اوسېدونکي یې پر همدومره نامهربانه دي!
اوس مې د کاروان صیب دغه بیت هم تر سترګو شو چې؛
د ونو، د ګلونو، د رڼو اوبو ادکې!
له موږ بنیادمانو خو به تنګه نه یې ځمکې؟
انسانانو له اره د خپل پیدایښت لپاره یوې سیمې، یوې ځمکې، یوه کور او یوې سرپناه ته اړتیا درلوده، خدای په ځمکه خواره کړل، د هرچا خپل کور شو، خپل یې وطن شو او خپل یې کار روزګار شو.. تر منځ یې ځمکې و ویشل شوې. د عرب وطن د عرب شو او د عجم وطن د عجم شو.
خدای هر یوه ته د خپل کور او د خپل ټاټوبي مینه په زړونو کې پیدا کړه او له هغه ځایه ښورېدل یې ورته له عاطفي پلوه ډير ګران کړل. هیچا زړه نه کاوه چې له خپلې سیمې دې بل ځای ته کډه شي او دا راښکون او مینه به تر ابده دوام لري. په دې ترڅ کې ځينې پیدا شول چې خپل ټاټوبی او خپله ځمکه خو یې خپله وه د نورو د کور او وطن د غصب، ښکېلاک او لاندې کولو هڅه یې هم وکړه. د وطنونو مینه خدای د خلکو په زړونو کې دومره زیاته کړې وه چې د خپلې سیمې، د خپل کور او وطن دفاع یې خلکو ته مهمه کړې وه، خلکو سرونه پرې ورکول خو خپل هېوادونه یې د نورو واک ته نه پریښودل، ځکه د هرچا خپله برخه رسېدلې ځمکه د هغوی وه او وي به.
موږ ته هم خدای ځمکه او وطن راکړ، په برخه را ورسېد، نصیب مو شه، څه که په لومړیو کې ګډوډه وه خو د احمدشاه ابدالي په نوم ځوان راغی او سیمه یې راټوله کړه او نوم یې پرې افغانستان کېښود.
خو ماته اوس ښکاري چې د کاروان صیب خبره، دا د ونو، ګلونو او رڼو اوبو ادکه له موږ رښتیا هم مروره ده.
کاروان صیب دا ځمکه رښتیا هم له موږ تنګه ښکاري!
کله یې له یرغل سره وړو او کله یې د جګړې په خوله کې ورکوو.. کله پرې ګلان شیندو او کله یې له اغزیو ډکوو.
خدای ښه پوهیږي خو زه ددې ادکې چیغې اورم چې نارامه ده.
د خپلې ځمکې او وطن خدمت ته پیدا بېرته د وطن د ویجاړۍ طرحې او نقشې جوړوي، څوک پکې  د سپین بیرغ جنډه ښخوي او څوک پکې د شین بیرغ، څوک پرې د وینو تویولو پر زور واکمني کول غواړي او څوک پرې د پردیو ملګرتیاو او ملاتړ په زور… خو د ابادۍ کیسه یې ګویا ورکه افسانه ده، د چا خبره د وطن د ښېرازۍ کیسې دروغ دي، چې خدای مه که هیڅکله به رښتیا نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب