شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهله پاکستانه د ۶۰۰ زرو افغان کډوالو ستنېدل او ۴ زرو بندیانو...

له پاکستانه د ۶۰۰ زرو افغان کډوالو ستنېدل او ۴ زرو بندیانو خوشې کېدل

تاند (یکشنبه، د حوت ۶ مه) د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، چې له تېر یوه کال راهیسې د دوی په هڅو د پاکستان له زندانونو شاوخوا ۴ زره افغان بندیان خوشې شوي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د رژیم کونسل عبدالجبار تخاري وایي چې د شاوخوا ۲ سوو نورو بندیانو د خوشې کولو لپاره هم هڅې روانې دي.

هغه نه دي ویلي، چې په مشخصه توګه څومره نور افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي؟

د طالبانو کونسل دغه راز زیاتوي چې اوس‌مهال له پاکستانه د افغان کډوال ایستل هم کم شوي دي.

د وروستیو ارقامو له مخې، له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د بهیر له پېلېدو راهیسې ۶۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې له پاکستانه ایستل شوي افغانان په هېواد کې د سرپناه له نشتوالي او اقتصادي ستونزو شکایت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب