شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهستانکزی پاکستاني چارواکو ته؛ ډیورنډ کرښه ستاسې هېواد نه مشره ده

ستانکزی پاکستاني چارواکو ته؛ ډیورنډ کرښه ستاسې هېواد نه مشره ده

تاند (یکشنبه، د حوت ۶ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو له پاکستاني چارواکو سره د خپلو وروستیو ناندریو په دوام، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تېرې اوونۍ اعلامیې ته بیا غبرګون ښودلی.

نوموړي څه موده مخکې ویلي وو، چې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله نه؛ بلکې یوه فرضي کرښه ده، چې افغانانو نه منلې او نه به یې ومني.

هغه دا هم ویلي وو، چې یاده کرښه به یوه ورځ د بنګله دېش د قضیې د تکرار او د پاکستان د ټوټه کېدو سبب شي.

د هغه څرګندونو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې ویلي وو، چې ډیورنډ کرښه اوس د نړیوالو لخوا د یوې رسمي پولې په توګه منل شوې او طالب چارواکي باید واقعیتونو ته په کتو سره وغږیږي.

ستانکزي اوس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دغه کرښه په پاکستان پورې هېڅ اړه نه‌لري.

ستانکزی زیاتوي، چې د ډيورنډ فرضي کرښه د وخت له انګرېزانو څخه پاتې یوه کشاله ده.

   دغه طالب مقام پرون په یوه مرکه کې وویل:«ډيورنډ یوه فرضي کرښه ده او دا زموږ او پاکستان ترمنځ ستونزه نه‌ده، دا هغه ستونزه ده چې د وخت انګرېزانو دغه کرښه له عبدالرحمن خان سره د یوې هوکړې پر بنسټ تېره کړه، پاکستاني چارواکي چې په دې هکله هر څه وايي، د منلو نه‌دي، د دې لپاره چې دا په هغوی پورې اړه نه‌لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ټينګار کوي چې د دغې کرښې د رامنځه کېدو پر مهال، د نړۍ په نقشه کې، د پاکستان په نوم هېڅ هېواد شتون نه‌درلود.

    هغه زیاتوي:«کله چې د ډيورنډ فرضي کرښه تېره شوه، پاکستان هلته شتون نه‌درلود. ۵۰ کاله وروسته هلته پاکستان رامنځته شو، پاکستان د ډیورنډ پرتله کوچنی دی.»

 دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم انورالحق کاکړ هم یو ځل بیا د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله وګڼله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب