جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهترکمنستان ته د امیرخان متقي سفر

ترکمنستان ته د امیرخان متقي سفر

تاند (یکشنبه، د حوت ۶ مه) د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن د یوه پلاوي په مشرۍ  ترکمنستان ته تللی دی.

د هغه ویاند، حافظ ضیا احمد په خپله ایکس پاڼه لیکلي، په دې پلاوي کې د ښاغلي متقي  ترڅنګ د کانونو او پټرولیم وزارت، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او برېښنا شرکت چارواکي هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې ترکمنستان به په نږدې راتلونکې کې، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې کوربه وي.

معلومه نه ده، چې متقي او ترکمستاني چارواکي به پر کومو مسایلو په مشخص ډول خبرې کوي.

ترکمنستان په وروستیو کې له طالب چارواکو سره د ټاپي پروژې د چارو د پيل په اړه مسلسلې خبرې کړې وې.

ګومان کیږي، چې د نورو بحثونو تر څنګ به یو عمده بحث د افغانستان په خاوره کې د دغې پروژې د چارو پر پیل خبرې اترې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...