شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهطالبان سبا په جوزجان کې هم د اعدام مراسم لري

طالبان سبا په جوزجان کې هم د اعدام مراسم لري

تاند (یکشنبه، د حوت ۶ مه) په جوزجان کې د طالبانو ځایي چارواکو ویلي، چې سبا به په دې ولایت کې د دوی د عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده په امر د اعدام مراسم ترسره شي.

معلومه نه ده، چې په دې ولایت کې به څوک، یا څومره کسان، په کوم تور اعدامیږي؟

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ سیمه ییزې ادارې د شبرغان ښار له خلکو غوښتي، چې دغو مراسمو ته له برېښنایي وسایلو پرته ورشي.

په وروستو کې طالبانو په غزني او سرپل ولایتونو کې د اعدام او درو وهلو سزاوې عملي کړې.

د طالبانو دا سزاوې د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان په ګډون د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو له مخالفت سره مخ شوې دي.

یو شمېر افغانان بیا باور لري، چې د طالبانو رژیم په داسې حال کې چې لا هم له مشروعیته بې برخې دی، د داسې سزاوو د عملي کولو حق نه لري.

دوی زیاتوي، چې د شرعي حدودو په نوم دا ډول سزاوې اوسنیو شرایطو سره مطابقت نه لري او باید ډډه ترې وشي، خو طالب چارواکي د داسې کړنو په دوام ټینګار کوي او د عدالت د تامین لپاره یې ګټور ګڼي.

2 COMMENTS

  1. علماء دا وايی چې هر هغه حکومت چې هغه خلکو ته خدمات وړاندې کولی نه شي او د خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی وي، نو هغوی ته جواز نشته چې سختې فزيکي سزاوې لکه اعدام، لاسونه يا پښې پرې کول او يا نورې سختې فزيکي سزاوې ورکړي، بلکې ورته په کار ده چې فزيکي سزاوې تعطيل او وځنډوي. حال دا چې حکومت د خلکو په خدماتو کې نيمګړی دی، بلکې کورنی او بهرنی مشروعيت يې لا هم له ستونزو سره مخ دی.
    همداسې مشرتابه يې له خلکو پټ دي.
    يو يې هلته په کندهار کې له خلکو او نړيوالو پټ دی.
    بل يې دلته په کابل کې په ارګ ورننوتی او له خلکو پټ دی.
    داسې نور ډېر دلايل شته چې دوی ته په کار ده چې له سختو فزيکي سزاو ځان وساتي او ټولې سختې فزيکي سزاوې تعطيل او وځنډوي او د بښنې لار دې خپله کړي.

  2. طالبانو افغان ولس چی مسلمان دۍ یرغمل کړیدی او له ولس سره داسی چلند کوی لکه دارلحرب یی چی فتح کړۍ وی. دا چلند خو انسانی ندۍ مګر اسلامی هم ندۍ څکه چی اسلامی حکومتولی خو په ښایسته سالارۍ او نیاو باندی ولاړه وی. سورت النساٍ ایت ۵۸.د اعدام یا قصاص شرعی حد د پلی کولو اړوند په اوسنیو حالاتو کی د طالبانو په لاس شرعی فتوی ته اړتیالری او دا بیا د فیسبوک کار ندۍ. په فتوی کی لومړۍ باید دا معاوم شی چی آیا د طالبانو زور واکی او ملا کراسی چي په څرګنده توګه د همدی پورته آیت د حکم سره په تناقض کی ده د شرعی حد د پلی کولو شرعی اختیار لری؟ ایت شریف: یاایهالذین آمنو ان تود الامانات الی اهلها، واذا حکمتم بین الناس فاحکم بالعدل.ط ژباړه: ای د ایمان خاوندانو تاسو وسپارۍ امانت د هغوی اهل ته او کچیر د حلکو په منځ کی حکم (فیصله/پریکړه) کوی نو حکم وکړۍ په نیاړ (عدل) باندی. دلته امانت ډیره پراخه مانا لری چی چی مسلکی او سکتوری او څانګی پکښي راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب