یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپه ۲۲ ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو وړاندوینه

په ۲۲ ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو وړاندوینه

تاند ( شنبه، د دلوې ۲۸مه) د اوبو او انرژۍ وزارت د هوا پېژندنې ادارې وړاندوېنه کړې، چې نن، سبا او بل سبا به په ۲۲ ولایتونو کې درنې واورې او بارانونه ووریږي.

دغه وزارت د خپلو سرچينو په حواله، وړاندوينه کړې چې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او واورې له امله د سېلابونو د راوتلو احتمال شته چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو د راوتلو ډېر اټکل د (هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج آمو) سينديزو حوزو کې شوی دی.

ويل شوي چې په يادو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کېدو او د اوبو کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (کوشک و کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزنی، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان وردګو، غوربند، پنجشېر، لغمان، کونر، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان او تخار) سیندونو پر لاره او د يادو ځایونو په ځینو سېلبرونو کې شته.

سرچینې، دغو سیمو ته له نژدې مېشتو خلکو غوښتي چې وار د مخه د ورښتونو له زیانونو د خوندیتوب تدابیر ونیسي.

افغانستان په وروستیو کې سختې وچکالۍ ځپلی، خو ورښتونو کروندګر د وچکالۍ کمولو ته هیله من کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب