یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې د یوه افغان کډوال ځان وژنه

پاکستان کې د یوه افغان کډوال ځان وژنه

تاند ( شنبه، د دلوې ۲۸مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو شورا، د اسلام اباد په بهاره کو سیمه کې د یوه افغان کډوال د ځان وژنې خبر ورکړی.

د شورا یوه مسوول د دغه کډوال نوم محمد شفایي ښودلی او ویلي، چې کاناډا ته د تلو قضیه یې لرله.

د هغه د ځان وژنې دلیل اقتصادي ستونزې او بې سرنوشتي ښودلې ده.

د يادې شورا مرستيال ميوند علمي ویلي، چې له نوموړي یو شمېر کمېشن کارانو د کاناډا ته د تګ په نوم اوه نیم زره ډالره اخیستي وو او په وروستیو کې یې اړیکې ورسره پرې کړې او دوکه کړی یې و.

د معلوماتو له‌مخې محمد شفايي د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکی و، يوه زوی او يوه لور ترې پاتې شول.

په پاکستان کې تر دې مخکې هم یو شمېر افغان پناه غوښتونکو ځانونه وژلی وو.

د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې د اقتصادي ستونزو او د طالبانو د غچ اخیستو له وېرې میلیونونه افغانان له هېواده وتي.

طالب چارواکي بیا د دوی لخوا د غچ اخیستو ادعاوې بې اساسه ګڼي او وایي، برعکس امنیت ښه شوی او له هېواده بهر افغانان هم باید هېواد ته ستانه شي.

6 COMMENTS

  1. دا تاسی درسنیو والا په الله ایمان لری او که نه کوم ګنده کار چی د نړی په هر ګوټ کی وشی تاسی د هغی پړه پر طالبانو وراچوی تاسی دامنی چی د نوموړی نه ۷۰۰۰ ډالر کمیشن کارانو خوړلی دی یو څوک چی وه زره ډالر سرمایه ولری د هغه نه بل احمق شته چی خپل هیواد پریژدی او کاناډآ ته ځی دا پیسی د یو متوسط کور د دری کالونه بس دی خو څوک چی الله ګمراه کړی وی هیڅ څوک یی لاری ته نشی راوستلای اخری انجام یی دغه شان وی لکه ددی نجس چی شو.

  2. د عبدالرشید له اند سره زه سل په سلو کې همغږی یم. زموږ اول بدبختي بې ایماني او په الله جلاالله توکل او له الله جلاالله د روزي ناهیلي ده. دغه خلک ټول د جنت په هیله کې وي ځای یې جهنم سي.ځیني بدبخته په بهر کې غرق سي ځیني په کانتينرو کې پولي صراط د پله د تیریدو په امیند دوزخیان سي.ددغه بدبخته او په سلګونو نورو بدبختانو د ځان وژنې علت دا وي سي چیرې یې په د کور په پلورلو یا له نورو لارو روپۍ پیدا کړې وي سي هغه د غلو په جیب کې ورواچوي وروسته ځان ووژني او جهنم یې ځای سي☹️. په دغو ۷۰۰۰ ده کولای سول سي حتی ګندنې په خرڅولو خپله کورنۍ ښه وساتي. بس د ډول غږ له لري ښه اوریدل کیږي.لویدیځ ته سي ولاړ سي هم یې کورنۍ د لاسه ووزي او هم یې خپل ژوند بدبخته په نجاست ککړ سي. قسم په الله جلاالله سي بنده الله تعالی ته په عجز او پاکي سره ځان وسپاري الله جلاالله به هغه پخپل رحمت کې وساتي هم به د روزي چښتن سې او هم د نېکمرغي. دغه کارونه ټول د شرک څخه دي ☹️

  3. په دې هسې دخدای لعنت شوې وه چی د کانادا لپاره ځان وژنه وکړه او ځان ابدی دوزخ کښې واچاوه که دې واقعآ د پرزیدلی حکومت خاص کس وه نولی ۷۰۰۰دالر کمیشنکار ته ورکول هغه خو د خپل بادارانو لخوا مفته وړل کیږې
    دوهم که ته د طالب مخالف وې راغلی به وې له طالب سره به دې جګړه کړې وه خداې ته خوبه ملامت نوې هسې دې ځان مړ کړو له دې نه چ طالب مړ کړې وایې الله خوبه یوه درجه در کړې وه

  4. د ځینو نظریاتو په لیدو ډیر افسوس راغی، چې دوی ټوله دنیا غواړي د ځان په شان کړي.
    همدا ستاسو محترمینو د خودخواهۍ انتها ده، که ځانته مسلمانان وایاست نو په دې سوچ خو مو خدایکه رانه جنت ولیده، چې په یو مجبور انسان چې تر ځان وژنې رسیدلی ملنډې ووهئ!
    تاسو له ژوند او نړۍ ناخبره او که خبر یاست نو عقدویان یې او هغه کسان یاست چې خدای پاک ورته د «جاهلون» کلمه کارولې ده. تاسو ټالبانو له لاسه خو خلکو خپل کورونه پرې ایښي دي، له خلکو مو ازادي اخېستې ده، ښوونځي مو ورته په افراطي مدرسو بدل کړي، د خلکو په ښځو کې تاسو کار لرئ، د خلکو په کو..و او خو..و تاسو کار لرئ، د خلکو په مغزو تاسو کار لرئ، د خلکو په فې او پې تاسو کار لرئ، د خلکو په جامو تاسو کار لرئ، د خلکو په هر شي کې کار لرئ، نو په خدای قسم کوم چې هر څوک امکانات ولري نو درڅخه تښتي.
    ځکه انسان ازاد دی خو افسوس چې تاسو په تور ذهني تنور کې اچولی دی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب