د انسانانو له پیدایښت سره داسې نه دې شوي چې یو څوک، یوه ډله او یا یو ملت دې له هره پلوه پر خپلو ځانونو متکي وي او ټول هغه څیزونه چې ورته اړتیا لري په خپله جوړ او چمتو کړي.
وايې:« علم زده کړه که په چین کې هم وي.»
دا په دې مانا ده چې د صنعت، پوهې زده کول او یا معقول تقلید چې د يوې ټولنې د ملي او دینی ګټو او روابطو سره په ټکر کې نه وي زده کول او عملي کول يې هیڅ ډول زیان نه لري.
د عثماني سترې اسلامي امپراتورۍ د عروج او زوال بشپړ تاریخ لیکوال دکتور علي محمد الصلابي لیکي:
د غربي نړۍ له صنایعو، ساینسي علومو، علمي څیړنو، تجربوي علومو، نظامي او طبعي علومو لکه ریاضي، کیمیا، فزیک، انجنري، بیولوژي څخه ګټه اخیستل دا ټول په ګټه دي.
د دا ډول علومو زده کول په مسلمانانو فرض دي، ځکه چې دې ډول علومو ته مسلمانان اړتیا لري او مسلمانان خپل مسولیتونه هغه وخت په سمه توګه تر سره کولای شي چې په دې علومو کې مهارت تر لاسه کړي او په خپله ګټه ترې ګټه پورته کړي.
دې وايې:
د اخلاقو، ادابو, ټولنیزو کارونو، فکر، فلسفه او نورو فنونو هغه برخې چی زموږ د سپیڅلي باور او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي تقلید او تعقیبول يې ډیر اړین دي.
نوموړی لیکوال د مصطفی صادق رافعي له قوله لیکي:
د غرب د تمدن څخه له بشپړې څيړنې او فکر وروسته ګټه اخیستل لازم دي. هغه برخې چې په ګټه دي تعقیب او کومې برخې چې په زیان دي ترې پرهیز وشي.
نوموړی د حسن البنا په حواله وايې:
د اسلام سپیڅلی باور موږ هیڅکله له دې څخه نه منع کوي چې له غرب څخه ګټور شیان تر لاسه کړو.
دی وايې,: پوهه او حکمت چې له هر ځاي څخه تر لاسه کیږي، تر لاسه کول يې اړین او په ګټه دي.
لیکوال د ابوالاعلي مودودي له قوله وايې:
که د غرب له تمدن څخه داسې څه وي چې مطلوب وي او د دې وړ وي چې یو امت يې له دوی څخه تر لاسه کړي، په دې کې هیڅ ډول ستونزه نشته.
هغه څه ته چې زموږ اړتیا وي او زموږ د ملي او دیني ګټو سره په ټکر کې نه وي، تر لاسه کول يې هیڅ ډول زیان نه لري.
دی د شیخ محمد امین شنقیطي په حواله وايې:
غربي تمدن دواړه خواوي هم ښې هم بدې لري. کومې چې ګټورې او ښې دي د هغو راخیستنه او زده کول يې په ګټه او هغه څه چې بد دي عمل پرې کول او تقلید يې په زیان دي.
پایله دا چې:
د دې لپاره چې هیواد مو په نړۍ کې د سیالانو سره سیال او له هره پلوه پر خپل ځان باوري شي، اسلامي امارت ته په کاره چې د نړیوالو سره خپلې اړیکې جوړې او هغه علوم او صنعت چې موږ ورته اړتیا لرو او په ګټه مو دي تر لاسه کړي.
همغه خبره ده چې وايې، علم زده کړه که په چین کې هم وي.
د ملا هیبت حدیث
علم مه زده کوه که د رسمیت نه پېژندلو سبب هم شي.
«۰۰۰که په چین کې هم وي!»، د دې په مانا پوه نشوم!، زه ګوندی یا څه شی نه ؤم او نه یم! چه نه پوهېږي، چتییات لیکل آسان کار دی!
که چین نه وی، نن به موږ او تاسې لوڅ لغړ به وی!