ټول انسانان کولای شي نوښتګر شي او دا لۀ دې ذهنیت سره پۀ ټکر کې دی چې نوښت د ځینو ځانکړو انسانانو پۀ برخه رسېدلی او تر همدوی محدود دی؛ چې لۀ نیکمرغه اوس دا ناسم ذهنیت د نویو ساینسي څېړنو لۀ برکته ناسم ثابت شوی. د نوښتګر انسان کېدو لپاره ځینې اړین کارونه دي، چې مونږ کولای شو د هغو لۀ لارې نوښتګر او پنځونکي انسانان شو.
لکه پۀ خپله برخه کې ډېر کار کول!
تاسو به ډېر اوریدلي وي چې د کار د ښۀ کیفیت لپاره انسان باید کم کار وکړي، خو پۀ واقعیت کې دا اند ناسم دی. د نوښت پۀ مسأله کې چې د چا کار څومره زیات وي، هغومره یې د نوښت شونتیا او احتمال هم زیات وي. مونږ د دې اصل لپاره ډېرې بېلګې لرو، خو زۀ ترې دلته صرف دوه یادوم.
نامتو الماني فزیکپوه البرټ انسټاین، مونږ ټول د هغۀ د هېښونکو تیوریانو(د نسبیت ځانګړې او عمومي تیوریانې) لپاره پېژنو، چې د ساینس پۀ نړۍ کې یې یو ستر بدلون رامنځته کړ. خو مونږ لۀ دې خبر نۀ یو چې هغه پۀ خپل ژوند کې ۲۴۸ نور ساینسي پبلیکېشن(Publication) هم شیئر کړي، چې تر منځ یې همدا دوه – درې تیوریانو د ساینس پۀ نړۍ کې ستر انقلاب راوست. د دې ترڅنګ دویېمه بېلګه د نامتو نوښتګر ټامس ایډیسن کېدلی شي. هغه ټول ۱۰۹۳ اختراعات کړي، خو د ګوتو پۀ شمېر اختراعاتو یې نړیواله بڼه خپله کړه. یانې مطلب د دوی د سترو او نړیوالو نوښتونه تر شا اصل لامل دا وه، چې دوی ډېر زیات کار کولو.
د دې څېړنو څخه یو بله ژوره پوښتنه هم ځوابیدای شي او هاغه دا ده چې نر ولې پۀ تاریخ کې لۀ ښځې ډېر نوښتونه او اختراعات ثبت کړي؟
مونږ پورته ولیدل چې نر پۀ تاریخ کې لۀ ښځې ځکه ډېر نوښتګر او مخترع وو؛ ځکه چې نر د کار کولو لپاره ډېر وخت درلود او اوس یې هم لري. ښځه د نورو محرومیتونه تر څنګ پۀ تاریخي لحاظ ډېر وخت د کور کارونو کې ښکېله پاتې شوې او همدغه کورني کارونو کې ښکېلتیا د دې لامل سوې؛ چې د ښځې ونډه پدې برخه کې تته او کمرنګه شي.