دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهافغانستان او ایران سره د پاکستان د پولو موقت تړل کېدل

افغانستان او ایران سره د پاکستان د پولو موقت تړل کېدل

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۱۹ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان او ایران سره د دغه هېواد د پولو د موقتي تړلو خبر ورکړی.

سرچینې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پولې به یوازې نن ( پنجشنبه) د پاکستان د پارلماني ټاکنو په خاطر وتړل شي.

ویل شوي، چې په دې ورځ به دغو دواړو هېوادونو سره هر ډول تجارتي او پلی تګ راتګ بند وي.

پاکستان نن په داسې مهال پارلماني ټاکنې کوي، چې له څو ورځو راهیسې په پرله پسې ډول پر ټاکنیزو نوماندانو او هڅو د بریدونو خبرونه ورکول کیږي.

پرون په پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستان د پارلماني ټاکنو پر نوماندانو او هڅو یې بریدونو نږدې ۳۰ کسان ووژل.

پاکستان ادعا لري چې د نا امنۍ پېښې یې له افغان خاورې سمبالیږي، خو پر افغانستان واکمن طالبانو دا ډول تورونه بې اساسه ګڼي او پاکستان د خپل امنیت ساتلو مسوول ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب