پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهداودزی: کرزي د روسیې په مرسته د غني پر ضد لوی سیاسي...

داودزی: کرزي د روسیې په مرسته د غني پر ضد لوی سیاسي ایتلاف جوړ کړی و

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۱۹ مه) د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام یوه مخکښ چارواکي عمر داودزي د خپلو خاطرو په کتاب کې له واکه د پخواني ولسمشر حامد کرزي له ایسته کیدو وروسته، د خپل ځای ناستي( محمد اشرف غني) پر ضد د ښاغلي کرزي د ادعا شویو هڅو په اړه ځینې افشاګرۍ کړې دي.

داودزي په دې کتاب کې لیکلي، چې په ۲۰۱۵ کې هغه مهال چې په حکومت کې یې هیڅ کومه دنده نه لرله، د روسیې استازي ضمیر کابلوف ورسره په دوبۍ کې ولیدل او د اشرف غني د حکومت پر ضد یې د یوه لوی سیاسي ایتلاف په جوړولو کې مرسته ترې وغوښته، خو ده رد کړه.

نوموړي په دې کتاب کې دا هم لیکلي، چې د کابلوف د غوښتنې له ردولو وروسته حامد کرزي ورته ټلیفون وکړ او کابلوف سره یې د همکارۍ ټینګار وکړ، چې بیا هم ده رد کړه.

داودزي زیاته کړې، چې کابل ته له ستنېدو وروسته کرزي خپل کور ته وباله او ترې ویې غوښتل چې که دی او د سیاف په مشرۍ د حراست او ثبات شورا د غني خلاف نه ورسره یو ځای کیږي، د هغه خلاف د لویې جرګې د جوړېدو د غوښتنې مخالفت دې هم نه کوي.

عمر داودزی چې د کرزي د واکمنۍ پر مهال د هغه د دفتر رییس او پر څو نورو مهمو دندو هم پاتې شوی و، زیاتوي چې د کرزي د غوښتنو د نه منلو له امله وروسته په یوه مجلس کې د دواړو تر منځ توند الفاظ هم تبادله شول او تر پایه د دوی اړیکې بېرته عادي حالت ته ونه ګرځېدې.

د داودزي په وینا، په دغه مجلس کې سیاف هم و او هغه د ده پلوي وکړه.

داودزي د کرزي په اړه د خپلو خاطرو په کتاب کې دا هم ویلي، چې کابل نیوز تلویزون د هغه په غوښتنه عبدالکریم خرم د دې لپاره جوړ کړ چې تبلیغات ورته وکړي او د جوړولو لپاره یې له سوداګر احسان الله بیات څخه ورته یو میلیون ډالر واخیستل.

د کرزي مخالفانو تر دې مخکې هم هغه تورن کړی و چې د پرځیدلي جمهوري نظام پر ضد یې پراخې هڅې او توطیې کولې.

د ښاغلي کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم بیا څه موده مخکې په یوه مرکه کې د اشرف غني په مشرۍ د حکومت خلاف هڅو کې د کرزي او د هغه د پلویانو لاس لرل رد کړي او د حکومت نسکورېدو اصلي ملامتي یې پر ولسمشر غني واچوله او ویې ویل، چې دوی هغه ته یو جوړ حکومت سپارلی و، خو د ده په وینا نوموړی او ټیم یې په ساتلو کې پاتې راغلل.

4 COMMENTS

  1. په نوره نړۍ کې يو ولسمشر دوره خلاصه شي او واک بل ته انتقال شي، نو هغه بيا په ارام او په عزت ښه دوند په کور کښيني، خو ښاغلي کرزي دې الله الله انصاف روزي کړي چې غلی کښېنهناست، بلکې د تمې خلاف هڅه يې وکړه او دا ښه کار نه دی او د ځان بې باوره کول دي.
    کاشکې چې اوس خو ده ته په طالبانو کې هم يو څه واک په لاس ورغلی وای، خو دا کار هم ونه شو.
    سخته لوبه يې پر ځان او هم يې پر ولس وکړه. سياست داسې ژور شی دی چې ډېر هوښيار خلک پرې خطا کيږي.
    د شينګهای سازمان غونډو په وخت کې له پوتين او شيجينګ پينګ ليدونو کې ترې خطا وشوه او هغې ټولو ته تاوان وکړ.
    دی چې چا راوستی وو د هغوی د تمې خلاف د هغوی د مخالف سيال په څنګ کې ودرېده او کار ترې خراب شو.

  2. دا مونږ ټولو ته معلومه ده چی کرزی یو بی حیثیت او خبیث انسان ده ضرورت د هغه افشا کولو ته نشته

  3. ښاغلی کرزی نه د دین شو نه د سادین شو. دا چه ښاغلی داودزی اقرار وکړو، هغه هم د استاد سیاف په موجودګي کی.
    د دیی معنا داده چه د افغانستان دواړه خواوو (جمهوریت او امارت)کی چه څوک قتل شوی مسولیت او ګڼاه یی د کرزی په غاړه ده.
    ځکه حامد کرزی په لمړی کی د امریکا جاسوس، وروسته د روسی جاسوس او بیا د قومونو او ولسونو او د ګوندونو تر مینځ بی اتفاقي او شر د دغه پردیپال، مجهول او روانی انسان(کرزی) دلاسه دی.
    افغانستان باید په رسمی ډول پس له دیی حامد کرزی ته د ملی خايین خطاب وکړی.
    د کرزی نوم پس له دیی ملی خایین شو.
    مړه دی وی هغه خلک چه افغانستان او افغانان یی د چوکی او ډالرو په خاطر مړه او در په دره کړه.

  4. له ښاغلي داودزي بايد دا ټپوس وشي چي ده ولي دومره صبر وکړ او اوس کرزی رسوا کوي؟
    ښاغلي داودزي ولي هغه وخت د کرزي نيت او هلي ځلي نه رسوا کولي چي موه يي نيول شوي وای؟
    او اوس يي هدف څه ده چي په داسي ناولتيا کي ګوتي وهي؟
    په تاسو ټولو کي تر ډاکتر غني او تاسو پوري کوم يو افغانستان ته وافاداره وو ، افغانانو ته کوم درک نه لګيږي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب