ژباړه: هوسۍ طارق
دا چې موږ خپل ځان له نورو سره پرتله کوو مختلف لاملونه لري. له یوې خوا موږ ته دا راښیي چې موږ څوک یو او په ټولنه کې له کوم دریځه برخمن یو. په کومو کارونو کې ښه او په کومو کې کمزوري یو. څه ډول کارونه ترسره کوو او عاید مو څنګه دی. د مشترک ژوند اوهمکاریو لپاره هم اړینه ده. د مثال په توګه په کومو مهارتونو کې ښه یو او د نورو پرتله څومره ستایل کیږو. له بلې خوا دا زموږ سره مرسته کوي چې خپل فزیکي مشابهتونه سره پرتله کړو. د بېلګې په توګه: کله چې په دې نه پوهیږو چې د یوې ډېرې قوي څپې مخ ته لامبو وهلای شو که نه؟ نو لږ تر لږه دومره خو کولای شو چې آزمیښت یې کړو. خو دا تقریبا خطر لري نو دلته اړینه دا ده چې شاوخوا خلکو ته وګورو چې آیا هغوی لامبو وهلې که نه او بیا ځان ازمېښت کړو چې آیا موږ هم کولای شو که نه؟
موږ د ټولنیزې پرتلنې پر بنسټ له یو بل زده کړه کوو.
پرتلنه زموږ سره دا مرسته کوي چې له ننګونو سره مخ شو او په خپلو کړنو کې بدلون راولو. ځینې ازمیښتونه چې ترسره شوي، څیړونکي پکې له ګډون کوونکو غواړي چې د آزمیښتونو له ترسره کولو وروسته د نورو ګډون کوونکو پایلو ته پام وکړي. ډیری یې د هغو کسانو د ازمیښت پایلې غوره کوي چې تر دوی یې لوړې نمرې اخیستې وي. کله چې موږ خپل ځان له هغو کسانو سره پرتله کوو چې تر موږ غوره وي په دې توګه موږ له هغوی څخه ډېر څه زده کولای شو.
د پرتله کولو بله ښګیڼه دا ده چې موږ ته ښه احساس راکوي. کله چې موږ خپله خپل کارونه په غیر منظمه توګه ترسره کوو او ګورو چې نور کسان یې تر موږ هم په بده بڼه کوي؛ موږ یوازې پر دې بسنه نه کوو چې موږ عالي یو بلکې هڅه مو دا وي چې ځان ډېر عالي ثابت کړو. (لاډ ویلر او جیري زولز په خپل کتاب د ټولنیزې پرتلنې په فصل کې د دې موضوع یادونه کړې ده)
د پرتلنې مختلفې لارې کومې دي؟
موږ په مختلفو طریقو ځان له نورو سره پرتله کوو د بېلګې په توګه؛ څوک تر موږ په لوړ ټولنیز حالت او څوک ټیټ موقف کې دي. څوک ترموږ غوره، بد او یا هم له موږ سره مساوي دي. د دغه کار اصلي موخه دلته دا ده چې موږ ولې ځان له نورو سره پرتله کوو. آیا موږ غواړو چې ځان هغه کس ته نږدې کړو او ځان ورته ورسوو یا هم ترې فاصله غوره کړو.
دلته درې مثالونه وړاندې کوو تر څو چې دا موضوع لږه نوره هم څرګنده شي.
لومړۍ بېلګه: فیلیکس ډیپریشن لري او غواړي چې خپل وضعیت وآزمويي او پوه شي چې څنګه خپل وضعیت کې بدلون راوستی شي. هغه پوهیږي چې ګاونډي یې هم ډیپرشن درلود خو اوس بیرته رغېدلی دی. یادیږي یې چې ګاونډي یې ویلی و چې د یوې مودې لپاره یې منډه وهله. نو اوس فلیکس هم په همدې فکر دی چې د خپل ګاونډي په څیر منډه وکړي نو په دې حالت کې فیلیکس غوښتل چې ځان له خپل ګاونډي سره پرتله کړي څو په خپل وضعیت کې بدلون راولي.
دویمه بېلګه: کله چې ځان له داسې یو کس سره پرتله کوو چې هغه تر موږ په ټیټه ټولنیزه کچه کې وي.
اوس فیلیکس بله موخه لري. هغه غواړي چې احساس یې ښه شي. فیلیکس دا ځل د کلارا په اړه فکر کوي. کلارا خپله دنده له لاسه ورکړې او مجبوره ده چې خپل کور پریږدي او بل ځای ته کډه وکړي ځکه نور یې له وسه پوره نه وه چې د کور کرایه ورکړي. اوس فیلیکس په دې اند دی چې زه خو لږ تر لږه کار او کور لرم. نو په دې حالت کې ورته د ځان په اړه ښه حس پیدا کیږي.
خو معمولا داسې ده چې پرتلنې په غیر ارادي توګه وي.
درېیمه بېلګه: دا ځل فیلیکس ځان له داسې یوه کس سره پرتله کوي چې هغه له ټولنیز پلوه له فیلیکس څخه لوړ دریځ لري. فیلیکس دا ځل ښه نه احساسوي او غواړي چې حالت کې یې بدلون راشي. دا ځل انسټاګرام کې ګوري چې میا په یوه ډېر لوکس (مجلل) رسټورانټ کېله له خپلې ملګرې سره عکس اخیستی. بل ملګري یې پوسټ کړی چې د کومې سندرې لپاره شعر لیکي، سندره وایي او ګیتار یې زده کړی. بله ملګرې یې د سپورټ په کوم سټدیوم کې د یوې خوشالې شېبې عکس خپور کړی. اوس نو فیلیکس داسې احساس کوي چې ولې دا نور خلک تر ده ډېر غوره ژوند لري؟ خلک په منظمه توګه ورزش کوي، ښه خوراک لري، سندرې وایي، رسټورانټونو ته ځي او همداسې ټول خلک د فیلیکس په پرتله ښایسته ښکاري. فیلیکس غواړي چې ښه احساس ولري خو ځان یې اوس له هغو کسانو سره پرتله کړی چې له فیلیکسه په ټولنیز لحاظ ډېر لوړ دي. همدا ده چې فیلیکس یو ډېر بد حس سره مخامخ کیږي.
په یوه میټا تحلیل کې د جانتان ګربر په نوم یو ساینسپوه او ټیم یې د ټولنیزې پرتلنې په برخه کې له شپیتو کلونو راهیسې یو لړ مطالعات کړي او دا یې څیړلي او په اثبات رسیدلې چې ځان له پورته کسانو سره پرتله کول یو قاطع امر دی. په ډیریو مواردو کې هم اکثرا دغه پرتله له لوړ او ټیټ سره شوې ده. کله چې انسانان دغه وس او توان ولري چې ځان د پرتله کولو حالت کې احساس کړي نو دا د انسان طبیعي خوی او خاصیت دی چې ځان همیشه له داسې یو کس سره پرتله کوي چې تر هغه په ښه موقف یا ځای کې وي. نجم الدین مورینا چې د ارواپوهنې په برخه کې په منسټر پوهنتون کې استاده ده، وایي: موږ خپل ځان په ناخوداګاه توګه له نورو سره پرتله کوو او ان دغه حالت ته کله نا کله متوجه هم نه یو.
آیا خلک خپل ځان له نورو سره په متفاوته توګه پرتله کوي؟
د دې لپاره چې څیړونکي په دې پوه شي چې خلک خپل ځان له نورو سره څنګه مقایسه کوي نو اړینه ده چې هغه پرتله هم تر څیړنې لاندی ونیول شي چې انسان یې په غیر ارادي توګه ترسره کوي. یو میتود یې د (شیبې پرتلنې) په نامه یادیږي. په دغه میتود کې انسان یوې سروې ته څو ځلې ځواب وایي. تر څو چې د خپلې پرتلنې شمېر په وروستیو سرويوګانو کې ولیکی. له بده مرغه چې په دغه میتود کې ډېر لږ مواد شته. (د ارواپوهنې متخصصه مورینا)
حقیقت دا دی چې تفاوتونه شته او ځینې خلک ځان له نورو سره په بیلابیلو بڼو پرتله کوي. او دا په موخې پورې هم تړاو لري چې انسان ولې او د څه لپاره ځان له نورو سره پرتله کوي. کله کله بدلونونه انسان پرتلنې ته اړ باسي.
مورینا زیاتوي، مثلا کله کله انسانان درک کوي چې یوه ناروغي لري یا هم ځوانان فکر کوي چې راتلونکې یې څنګه کیږي، څه باید ولولي، کوم پوهنتون ته لاړ شي، څنګه خپله راتلونکې جوړه کړي او یا هم د پوهنتون د لومړي کال محصل غواړي چې پوه شي چې آیا دغه نور محصلین هم ستونزې لري که نه؟
یوازې دا مهمه نه ده چې موږ څو ځله ځان له نورو سره پرتله کوو بلکې دا هم مهمه ده چې دغه پرتلنې پر موږ څه اغېز لري؟ په دغه موضوع ټینګار شوی چې کله چې انسان ځان له نورو سره پرتله کوي څومره خپله اندیښمن کیږي.
هغه خلک چې په دې لړ کې په لوړه درجه کې قرار لري اکثرا هغه خلک دي چې د نورو خلکو نظریات ورباندې ډېر زیات تاثیر کوي او په ژوره توګه د نورو خلکو د خبرو تر اغېز لاندی راځي او همدغه ډله د نورو خلکو تر نیوکې لاندې دي. اغلباً دغه خلک پر ځان ډېر کم باور لري او تل د شرم او خجالت احساس کوي.
څه وخت ځان له نورو سره پرتله کول موږ ته زیان رسولای شي؟
کله چې یو انسان له بد ذهني حالت سره مخ شي، اندیښمن وي، تشویش ولري او یا هم ډیپریشن ولري نو پر دغو کسانو پرتلنه کول ډېر منفي اغېز لرلای شي. پرتله کول غلط کار نه بلکې دا چې انسان ځان له نورو سره څنګه مقایسه کوي، ډیر مهم دی. هغه کسان چې ډیپریشن لري ځان له هغو کسانو سره پرتله کوي چې هیڅ ورته نه شي رسیدلی. نو په داسې حالت کې نه یوازې دا چې پرتله دوی ته ګټه نه لري په ضرر یې تمامیږي.
د دې لپاره چې په دغه موضوع ښه پوه شو دلته په دوو نورو مثالونو غور کوو.
فیلیکس د ریاضي په لیکچر نه پوهیږي او مشکل لري، د دې پر ځای چې ځان له هغو کسانو سره پرتله کړي چې هغوی هم ریاضي کې ستونزه لري، ځان له هغو کسانو سره پرتله کوي چې هغوی ریاضي کې ډېر تکړه دي او د استاد پوښتنو ته هماغه ساعت ځواب وایي. نو هر څومره چې ځان له بهترینو سره پرتله کوي په هماغه کچه ورته ځان تر نورو هم تنبل او کم عقل ښکاري.
یولیا انسټاګرام کې ویني چې نورې نجونې مخصوصو سپورټي بوټانو سره ګرځي او پوسټونه کوي خو په دې هم پوهیږي چې هیڅکله د انسټاګرام د نورو ماډلونو په څېر نه شي کیدای. دلته یولیا هم همدغه تیروتنه کوي چې ځان له هغو کسانو سره نه پرتله کوي چې دغه مهارت ته یې نوې مخه کړې بلکې له هغو سره پرتله کوي چې هغوی له کلونو راهیسې تمرین او په دې ډګر کې مهارت لري. په دې توګه خپل ټول جرأت له لاسه ورکوي.
یولیا او فیلیکس دواړه ځان له هغو کسانو سره پرتله کوي چې تر دوی ډېر تکړه او ماهران دي. دلته دوی پر ځای د دې چې د ښه والي احساس وکړي نور هم له بد حس سره مخ کیږي.
بله برخه چې انسان د پرتلې په نتیجه کې له منفي فکر او مایوسۍ سره مخ کوي هغه دا چې انسان خپل فزیکي حالت له نورو سره پرتله کوي. په دې اند وي چې زه ځنګه یم، څنګه ښکارم؟ دغه پرتله اکثرا موږ له داسې یو حالت سره مخ کوي چې په خپل وجود او فزیکي حالت قناعت نه کوو.
د پرتلنې پر ماهیت پوهیدل او پر بدلون یې ټینګار له انسان سره تر ډېره مرسته کولای شي.
کله چې له خپل وجود راضي نه یاست نو په دې باید پوه شو چې آیا موږ خپل ځان له نورو سره پرتله کوو؟ په دې صورت کې زموږ سره څه مرسته کولای شي؟ هر هغه پروفایل چې موږ په ټولنیزه رسنیو کې ګورو باید انفالو شي ځکه چې اکثره له حقیقته لرې وي. او وجود یې له طبیعي خلقت څخه لرې یانې تقلبي وي. او یا هم په ساده الفاظو که ووایو په ټولنیزو رسینو کې ظاهر پرستي اوج ته رسیدلې. د ارواپوهنې متخصصه مورینا وایي: دا له هغو کسانو سره چې نسبتا له ذهني ناروغیو سره مخ دي مرسته کولای شي او په دې یې پوهوي چې ځان باید له څه ډول کسانو سره پرتله کړي. او دغه پرتله دوی ته څه ورکولای شي. مثلا مثبت فکر او یا هم کومه انګیزه. که چیرې دغه ټکي ته پاملرنه وکړو نو دا تر ډېره مرسته کولای شي چې په شعوري توګه انسان ځان له چا سره پرتله کړي. او پرتله مو هم په داسې یو حالت کې چې انسان یې پر مثبتو اغېزو پوه وي.
که چېری موږ دغه ټکو ته پاملرنه وکړو نو غیر شعوري پرتله موږ ته ګټوره تمامیدای شي.
هغه کسان چې اکثرا له نورو سره د پرتلنې عادت لري. داسې کسان باید ځان له ډیرو ماهرو کسانو سره نه بلکې له هغو سره چې د همدوی په حد کې وي مقایسه کړي دا تر ډیره ورته ګټور تمامیدای شي.
زماني پرتلنې:
دلته غوره ده چې انسان ځان له خپل ځان سره پرتله کړي مثلا په یوه ټاکلی موده کې چې آیا نن زه له خپلې یو کال مخکې شخصیت څخه بهتره یم؟ آیا کولای شم چې خپل یو کار په راتلونکو څو میاشتو کې بهتره مدیریت کړم؟
بعدي پرتله:
دلته انسان ځان په مختلفو حالتونو کې پرتله کوي مثلا په ځغاسته کې شاید ډېر زر ستړی شي، خو ګیتار؟ ګیتار څنګه؟ مثلا مطالعه، پخلی نور او نور … د پرتلې دغه ډول زموږ سره دا مرسته کوي چې خپل ځان ښه احساس کړو. په خپل قوت او ضعف پوه شو او که چیری داسې احساس کړو چې دغه پرتلنې زموږ د تمې هغه معیارونه چې موږ خپله ورته ټاکلي نه شي پوره کولی لږ څه بدلون پکې راولو.
آیا ټولنیزه رسنۍ زموږ د پرتلنې په نوعیت کې بدلون راولي؟
زموږ د ښوونځي د دورې ټولګیوال چې اوس له هغوی سره په اړیکه کې نه یو د نړۍ په کوم ګوټ کې، شاید په کوم ساحل کې له سمندره خوند واخلي یا هم د خپلې خوښې دنده یې موندلې وي، یا یې هم لس کیلو وزن کم شوی. ټولنیزه رسنۍ موږ ته اکثره دغه زمینه برابروي چې ځان له نورو سره پرتله کړو. په ډیرې آسانۍ خپل کور کې د نورو له ژونده د همدغه ټولنیزې رسنۍ په مرسته خبریدی شو. څېړنې ښودلې چې د ټولنیز ژوند پرتله په ټولنیزو رسنیو کې انسان ته د خپل ژوند څخه د لږ قناعت حس ورکولای شي. خو دا په دې پورې اړه لري چې انسان ځان په عموم کې څنګه حس کوي او څه موخه لري. د یوې څېړنې لپاره په چین کې څیړونکو د سروې لپاره واده شوې میرمنې غوره کړې وې. کله چې ښځې له خپلو ودونو ناراضې وې او په ټولنیزو رسنیو کې یې ځانونه له نورو سره پرتله کول، دا یې اکثرا د حسادت، بخل او د ډیپریشن لامل شوي و.
نو کله چې له خپلې دندې خوشاله نه یو او ګورو چې زموږه یو ټولګیوال ښه پرمختګ کړی موږ ته دغه حالت او پرتله ډیره سخته تمامیږي. ډیری وخت ټولنیزو رسنیو کې انسان خپل هغه حالتونه پوسټ کوي چې تقریبا مغرضه بڼه لري. یانې انسان د خپل ژوند منفي ابعاد نه نشروي. حتی انسانان له فلټرونو څخه کار اخلي. په یوه څیړنه کې، چې په اسټرالیا کې شوې، ښودل شوې چې هغه ځوانان چې ځانونه په ټولنیزو رسنیو کې له نورو سره پرتله کوي له خپل ځان او فزیکي وجود او عموم کې له ژوند څخه رضایت نه لري.
نو کټ مټ همدغه میکانیزم ټولنیزو رسنیو کې هم شته. موږ کولای شو چې په اسانۍ سره خپل ځان له نورو سره پرتله کړو. دا ټول موږ دلایک او فالو له شمېر څخه معلومولای شو. دغه د لایک او فالو شمېر کې بدلون راتلل هم انسانان ځان له نورو سره د پرتلنې لپاره کاروي. خو دا له موږ سره دغه مرسته هم کولای شي چې په دې فکر وکړو او ځان پوه کړو چې خلک یوازې او یوازې په شعوري توګه د ځان په اړه مثبت ټکي، مفکورې او لیدلورې په ټولنیزو رسنیو کې نشروي خو د ژوند حقایق له دې ډېر توپیر لري.
نو اړینه دا ده چې کله مو هم ځان پرتله کاوه، په شعوري او آګاهانه توګه یې وکړو. هر هغه څه چې موږ یې په ټولنیزو رسنیو کې وینو هغه نه باید زموږ د پرتلې لپاره یو معیار وي بلکې دا چې هر څه د حقایقو پر بنسټ و اوسي.