پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+زموږ کمزوری اداري سیسټم

زموږ کمزوری اداري سیسټم

عزیزالله انس

په نن سبا کې ډېری ملګري لولم او وینم چې د پاسپورټ د اخیستلو له پروسې څخه شکایت لري. ممکن د پروسې د سختوالي یو مهم عامل هم د ډېرو خلکو تقاضا وي. خو دا سختوالی یوازې د پاسپورټ اخیستلو په پروسه کې هم نه دی، زموږ د وطن په اداراتو کې د ټولو قانوني اسنادو اخیستل او طی مراحل کول بې شمېره جنجالونه لري، چې لوی علت یې کمزوری او له کاره لوییدلی اداري سیسټم دي.

     که زموږ په اداراتو کې دې کار بند شي، نو ګڼ اسنادونه به دې په لاس کې وي، له یوې خونې به وځې، بلې ته به ننوځې. هر ځای کې به درته ویل کېږي: د رییس صیب احکام راوړه، په دې فورمه د امر صیب لاسلیک راوکه، دا باید پلانی دفتر موږ ته راجع کړي، ولې دلته مدیر صیب لاسلیک نه دی کړی… دا خو خیر؛ له دې بده دا چې هغه رییس صیب، امر صیب او مدیر صیب چې ستا په کاغذ یې لاسلیک یا احکامو ته اړتیا وي، پر ځای نه وي. کله وايي چې جلسه کې ده، کله چېرته په هئیتي تللی وي، کله وېده وي، کله ورسره مېلمانه وي او کله برېښنا نه وي.

     موږ څه باندې څلور لسیزې په جنګونو کې تېرې کړې. په دې اوږده موده کې نړۍ ډېره په چټکۍ ډیجټلي شوه. دوۍ له ټیکنالوژي څخه په استفادې اداري پروسیجرونه اسانه کړل. د انټرنیټ په منځته راتګ سره په اداري پروسیجر کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته شول. د غلا او تخطیو مخنیوی وشو او یو مهم کار چې انټرنیټ په اداري پروسیجر کې وکړ، هغه د وخت بچت ؤ. مثلن: د اسنادونو په طی مراحلو کې حتمن له یوځای څخه بل ځای ته تګ اړتیا پېښېږي، چې د ګڼې ګوڼې په ډکو ښارونو کې دا تګ راتګ، ډېر وخت ضایع کوي. د دې ترڅنګ یو رسمي مامور/ کارمند که په مروجه طریقه خپل قانوني اسنادونه خلاصوي، نو باید خپلې رسمي دندې ته ولاړ نشي. له یوې خوا خو همدا مامور هلته غیرحاضرېږي او له بل لوري هلته ګڼ مراجعین د ده د نشتون له امله له سرګرانۍ سره مخ دي. خو که اداري پروسیجر انټرنیټي وي، نو مامور کولی شي، په غیر رسمي وخت کې یا له خپلې ادارې څخه هم خپل شخصي کار ترسره کړي.

     خو موږ چې په جنګونو کې راګېر ملت ؤ، د حکومتونو او ډلو ټول تمرکز په دې ؤ چې څنګه په جنګ کې ګټونکي شو او له کومې لارې خپلې اېډیالوژۍ ته کار وکړو؟ همدا ؤ چې د نورو ګڼو اولیتونو ترڅنګ له اداري پروسیجر څخه خلکو ته د راولاړو شویو ستونزو حل او د اداري پروسیجر اصلاح ته پاملرنه ونه شوه.

     دوه کاله مخکې مې د پوهنې وزارت په بشري سرچینو ریاست کې څه کار بند شو. یو د پاخه عمر سړی مې ولید چې له پلاسټیکي دوسیې یې یوه رساله کاغذونه راواخیستل او ټول یې څېر کړل. په تګ تګ کې یې څو پرلپسې کنځاوې وکړې. ورته اندېښنه مې شوه چې دا ولې؟ پوښتنه مو وکړه. په پکتیکا کې په کومه ولسوالي کې معلم ؤ، دلته د قدم په اجراء پسې راغلی ؤ، وروسته له دوو ورځو سرګردانیو ورته ویل شوي ؤ چې بېرته پکتیکا ته ولاړ شه، په پلانکي فورم کې د پلاني مدیر لاسلیک پاتې. معلم صیب ګرم نه ؤ، د پنځم او شپږم بست کارمند ته په یو قدم ۲۰۰-۲۵۰ افغانۍ زیاتېږي، نو دا کله په دومره ډېرې سرګردانۍ ارزي!

     دا ستړیاوې او جنجالونه یوازې د مراجعینو په برخه نه دي، له مراجعینو څخه زیات مامورین ورسره په تنګ دي. مامورین چې د سیسټم د بدلولو صلاحیت نلري، مجبور دي چې همدا له کاره لوییدلی سیسټم پر مخ یوسي. دوۍ مجبور دي چې د ورځې له ګڼو خلکو سره د سر ماغزه وخوږوي، هر یو ته بېل بېل قناعت ورکړي، هر کس ته لارښوونه وکړي او هغوۍ چې ټینګار کوي، ورته په غوسه شي.

     په جمهوریت کې د کمېشنکارانو او رشوت اخیستلو د راوجېدو یو عمده لامل ګونګ او پېچلی اداري پروسیجر ؤ. ګڼو خلکو به چې د اداري پروسیجر ګونګتوب او سختوالی ولید، په دې به راضي شو چې کمېشنکار ته پیسې ورکړي. له همدې سختوالي څخه به ډېری وخت مامورینو هم استفاده کوله. په لوی لاس به یې یو شخص دومره ستړی کړ، چې په اخیر کې به دې ته تیار شو چې مامور ته پیسې ورکړي.

     د پورتینو ټولو جنجالونو څخه د راوتلو په خاطر په کار دی چې د اوسني عصر له غوښتنو سره سم اداري سیسټم موډرن شي. په کاغذونو باندې د لاسلیکونو او احکامو ځای باید انټرنیټي سایټونه ونیسي. که په کاغذي اسنادونو باندې یو لړ مراحلو ته اړتیا وي، نو ښه به وي چې ځانګړي مامورین یې مخته یوسي، نه مراجعین. له یوې خوا به مراجعین ستومانه نه وي، له بلې خوا به یې طی مراحل کوونکي په کار پوه وي. په دې طریقه به مو سرګرانۍ کمې، وخت به مو له ضایع کېدو ژوغورلی، مصارف به مو کم او د اداري فساد مخنیوی به شوی وي.

2 COMMENTS

  1. محترم انس صاحب !
    مڼنه ، چي زیار مو ګاللی او ښه رهنمایی مو کړی.
    مع الاسف کمزوری یواځی د سیستم نده ؛کله چي کار ، اهل ته یی و نسپارل شی او امارت ، مصدر دِ
    خدمت تعریف شوی نه وی که ټول سیستم کمپیوترایز هم شی ،جاهل او فاسد انسان او آمر یی فاسدوی ، تیرو ادارو کی دا ټول وو خو صالح او اهل انسانان کم وو، یا د آدمیت ، اهلیت او کفایت قلت وو ؛حال دا چي اسلام موږ ته د هر شی صلاحیت ، ساینس او تکنالوجی حتی دِ خپل ځان څخه د استفادی صحیح لار او طریقه راښودلی، زه حیران یم د انسان ساز اسلام سره سره بیا هم ولی کارونه یا امور مسلمین ولی اهل ته یی نه سپارل کیږی ، خلل چیری دی ؟
    آیا د دین سالم فهم کمی دی ؟
    آیا حُب جاه او کُرسی طوفانی دی ؟
    ولی کار او امانات اهل ته یی نه سپارل کیږی ؟
    ځینی اهل او متخصص خلک ولی شړل کیږی ؟
    آیا دا ډول مُلا ، هر کاره کیدی شی ؟
    آیا د اهل او مستحقو مامورینو انفکاک ، عدالت دی ؟
    آیا په سلګونه او حتی زرګونه تخصصی پُستونه په چا ډکوی ، کوم چي مُلا تری عاجز او بعضاََ یی حرام بولی ؟
    په سلګونه نور اهم سوالونه راجع دی خو پهلوان زنده خوش است او حکومت یی ګروهی او شخصی
    دی ، ملت لپاره پروګرام او خدمت نلری ، دوی دِ دشیخ القرآن په ژبه بغاری وهی ځکه د ښه ملایی او
    مدرسی نه پورته ، بل مُرام نه پیژنی او دا عملاٙٙ په اثبات ورسیده.
    اسلام ندارد به ذات خود هیچ عیبی
    هر عیبی که هست در مسلمانی ماست
    نو که خدمت ، عبادت وبلل شی او صلاحیت ، امانت؛ نو بیا هر جاهل او فاسد به په اشغال کرسی
    کی رقابت نکوی ،همدا رقابت د جهالت او فساد نښه ده او هیڅکله هم دِ ملت خدمت ته وخت نه پاتی کیږی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب