Homeخبرونهپه افغانستان کې د ټاپي پروژې د ژر پيل بیا ځلي ادعا

په افغانستان کې د ټاپي پروژې د ژر پيل بیا ځلي ادعا

تاند (پنجشنبه، د جدي ۲۱مه) د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا شهاب الدین دلاور یو ځل بیا ادعا کړې، چې په افغانستان کې به د ټاپي پروژې چارې ژر پیل شي.

د هغه مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې اړه په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف ورسره خبرې کړي او هرات ته یې په دې اړه د تخنیکي ټیم د راتلو موضوع یاده کړې ده.

سرچینه زیاتوي: « په دې کتنه کې د ټاپي پروژې د ارزښت، د ځمکو د استملاک، کابل ته د ترکمنستان تخنیکي ټیم د راتک او هرات کې د عملي چارو پیل لپاره د زمینه سازۍ په اړه هر اړخيزې خبرې شوې دي.»

طالبانو د ترکمنستان د سفیر له قوله ويلي دي: د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او موږ د دې پروژې ژر پیل ته ژمن یو.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، ياده پروژه نه یواځې د افغانستان؛ بلکې د ټولو ښکېلو هېوادونو لپاره ګټوره بللې او ويلي يې دي چې ټول افغانان د دې سترې اقتصادي پروژې تر شا ولاړ دي ‏او د دوی رژیم په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په پرله پسې ډول طالب چارواکي د یادې پروژې د ژر پيل خبره کوي، خو نیږدې دوه نیم کاله کېږي چې په دې برخه کې د عملي اقدام څرک نه لیدل کیږي.

ځینې څارونکي د نړیوالو لخوا د طالبانو د رژیم نه په رسمیت پېژندل په دې برخه کې اصلي ننګونه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...