شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د بینز او فولکس نوي موټر له چلوونکي سره ږغېږي

د بینز او فولکس نوي موټر له چلوونکي سره ږغېږي

تاند (پنجشنبې، د جدې ۲۱ مه) د جرمني مرسدیس بنینز او فولکس واګون شرکتونو د ۲۰۲۴ الیکترونیکي محصولاتو په نندارتون کې داسي موټرونه نندارې ته وړاندې کړي چې په مصنوعي ځیرکتیا یا ارټیفیشل انټلجنس سمبال دي او په وسیله یې موټر له خپل چلوونکي سره مکالمه کولی شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، مرسډیس بینز داسي موټر جوړ کړی چې خپل چلوونکي ته وړاندیزونه کوي او خبرې اترې ورسره کوي.

 دا په موټرو کې له مصنوعي ذهانته د استفادې لور ته یو بل مخ په وړاندې ګام دی.

موټر د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته کولی شي له خپل چلوونکي څخه په بېلابېلو لحنونو (لکه پوښتونکي، احترام آمیزه، نسبتاً په جدیت) پوښتنې وکړي او یا د خپل چلوونکي پوښتنو ته ځواب ووايي.

د مرسدیس بینز د ټکنالوژۍ عمومي ريیس مارک شافر وايي:«موټر درسره خواله کوي. چلوونکي ورڅخه پوښتنې کولی شي او له موټر سره ږغېدای شي.»

اوس هم ډېر موټرونه خپل ځینې عوارض لکه د موبلایل کموالی، د بریک، کلچ او ځینو نورو برخو خرابوالی او یا د اوبو کموالی د نخښو په وسیله اعلانوي خو د بینز او فولکس موټرونه دا ډول ستونزې په خبرو بیانوي مثلاً وايي چې «موبلایل مې کم دي.»

1 COMMENT

  1. استغفرالله ، توبه خدایه توبه ،
    دا مباح علم کومې خواته روان دی ؟ ما خو په کنز ، مونیه ، قدوري ، شروط الصلوت کې داسې خبرې نه وې اورېدلې . یواځې مطول شریف کې لږ لږ رڼا ورباندې اچول شوې او هغو ته طلسم وایی . د دې موټرو استفاده کول به په شریعت کې حلال وي که حرام ؟
    حسن تاند ته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب