Homeخبرونهبلخ کې د څه باندې ۲ نیم سوو باغونو جوړېدل

بلخ کې د څه باندې ۲ نیم سوو باغونو جوړېدل

  تاند (سې شنبه، د جدې ۱۲ مه) د بلخ لپاره د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په دې ولایت کې د شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ۲۵۵ باغونه جوړ کړي.

د یاد ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو مدیر محمد حسین عظیمي ویلي، یاد شوي پروګرام یوازې د بلخ په دهداي ولسوالۍ کې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د شفتالو، بادامو، الوګیلاسو او د انګورو ۱۰۸ باغونه جوړ کړي دي.

په ورته ورته وخت کې یو شمېر بلخي بڼوال د دغو باغونو پر جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له ملاتړ وروسته یې د مېوو په حاصلاتو کې څلور برابره زیاتوالی راغلی دی.

په بلخ ولایت کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام ساحوي مسوولین وایي، چې بڼوالانو ته یې د کافي اوبو د برابرولو په هدف، د دې ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د ۴۹۲ مترو په اوږدوالي او د ۱،۲ مترو په پلنوالي سره یې د اوبو یو کانال هم جوړ کړی دی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په افغانستان کې د کرنې د پراختیا هڅې کمرنګه شوي چې لوی دلیل یې په دې برخه کې د حکومتي امکاناتو کمېدل ښودل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...