دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+أیا کله مو له ځانه پوښتلي چې څنګه له ځان څخه  ښه...

أیا کله مو له ځانه پوښتلي چې څنګه له ځان څخه  ښه شخصیت جوړ کړو؟  

 لیکنه:
د ننګرهار پوهنتون
د ارواپوهنی او پیداګوژي  استاد
پوهنیار  راز محمد فیضي
شخصیت جوړونه ځانګړي مهارتونه او بېلابېل هنرونه غواړي. که تاسې له ځانه یو ښه شخصیت جوړول غواړئ، که تاسو ځان په ټولنه کې مطرح کول غواړۍ  او که تاسو خلکو کې محبوبیت لرونکی شخص شۍـ نو باید د هر د مخه  لومړی  په خپله دودیزه  ټولنه  او.محیط کې  باور ترلاسه کړئ، په  خپلو تجربو تمرکز زیات کړئ، د نورو له تجربو زیاته ګټه واخلۍ .ځان ته مو ارزښت ورکړئ او د ستونزو په وړاندې  نه یوازی دا چې مبارزه پېل کړئ. بلکه ټینګ مقاومت وکړۍ نورو ته هم ارزښت قایل شۍ   او.مقابل درناوی یې وکړۍ.
که تاسې غواړئ یو ښه شخصیت ولرئ، زه دلته ځینې لارښوونې ‘ میتودونه  روشونه او تګلاری درښایم تر څو  ستاسو سره په شخصیت جوړونه کې مرسته وکړي او تاسو په ټولنه کې یوه مطرح څیره وګرځۍ.
هغه په لاندی ډول سره دي:
۱– پخپل ځان  باوري او.مطمین  اوسه  او هېڅکله باور مه بایله.
په انسان کې باور د ښه ژوند یو ستر راز دی، که په ټولنه کې له زیات  باور  څخه برخمن شي ؛ له هیڅ ډول ستونزو سره به مخامخ نشي ‘ ژوند به مو له ستونزو سره په مبارزه کې مخکښ رول ولوبوي. باور د هر انسان  د چلند د ځانګړتیاوو یوه مهمه برخه ده چې زما ‘ ستاسو او.د ټولنی د هر فرد  شخصیت ورته اړتیا لري. که مو یو ځل باور بایلود، ستاسو  او د هر انسان شخصیت  ورسره خامیږي او بې باوره کېږئ. تر هر  څه زیات  ستاسو ځان تاسو ته ډېر ارزښت لري او خپل ځان مو په باور مندۍ سره ارزښتمن کړئ.
۲–  هیڅ وخت دروغ مه وایئ او ریښتیني اوسئ ځکه دروغ شتاسو شخصیت  بې  باوره کوي.
د شخصیت جوړونې لپاره یوه بله ښه ځانګړنه دا ده چې ته  باید تل صادقه اوسئ ‘هېڅلکه دروغ ونه وایئ. دروغ ویل  انسان د تل لپاره  بې باوره کوي، بلکې  تا د  لټۍ بر طرف سوق.او اداره کوي، ځکه که نن یو کار ونشی کړی  او سبا یو چاته د دروغو وعده ورکړی او.په وس او توان کې دې د وعدی پوره کولو توان نه وی   ته (بهانه) وکړئ، راتلونکي کې هم دې کار ته  تشویق  کېږئ؛ ددې لپاره چې ښه  پر مخ  ولاړ شئ، باید تل ریښتیني  اوسه او په رشتینی او په  صراط المستقیم لار ځان برابر کړه.
۳–: خپله ماتی ومنه ځکه د هری ماتې شاته ستا پرمختګ شته.
په نړۍ کې چې څومره  بریالي اشخاص ګورئ، دوی په لومړي او دوهم ځل دې مقام ته نه دي رسیدلي.بلکه د یو دوه یا دریو ماتو وروسته  بریالي شوي او شه شخصیت ورڅخه جوړ شوی.
هره  تجربه او مهارت  تا  تر بریا رسوي، خو په دې لړۍ کې تاسې ممکن له ماتو سره هم مخ شئ. د بریاوو تر شاه چې کوم راز دی، هغه د ماتو زغمل دي بیا بیا ځلی د ژوند هر کار ته لاس اچول دي یوازی  بریالي اشخاص ماتې زغملی شي.
۴–: په  ټولنیزو اړیکو کې تنبلی ونکړی بلکه  ښې وپاله تر څو خلک پر تا لا نور باور هم زیات کړي.
ځکه: ښه  اخلاق نیک.چلند  او ښې ټولنیزی  اړیکې  د هری ټولنی د ټولنیز ژوند ښکلا ده. د ښه شخصیت خاوندان تل له ښه چلند او سلوک څخه کار اخلي خپل ملګري او دوستان زیاتوي . که  ټولنیزې اړیکې ښې او پراخې کړئ، نو هومره مو شخصیت ورسره لوړېدای شي. ځکه ستاسو ډیری اړیکي او نیک چلند  به تاسو.لوړو بوړیو ته ورسوي.
۵–:  تاسو باید ځان لپاره  یو هدف وټاکئ
بریالي او لوړ  خلک تل پر ځان باور لري؛ نو ځکه خو ځان  لپاره هدف لوړ  ټاکي. که کوچنی هدف وټاکئ، نو ممکن ژر یې ترلاسه کړئ؛ ښه خبره دا ده چې ځان ته ستر هدف وټاکئ. دغه راز خپل خیالات او تصوراتو ته په سپکه مه ګورئ، بلکې خپلو چارو ته لا ښه پام وکړئ او د خپل هدف شاه ونیسئ. دا ځکه د هر لوړ هدف تر شا  لوړی هیلی او.لوړ خیالات لاسته راوړې شۍ.
۶–: په امانتدارۍ کې هیڅ وخت خیانت ونکړۍ
امانت  مال خیانتول ستاسو شخصیت بې باوره کوي. دروغ ویل، خیانت کول، په وعده وفا نه کول؛ داددرې هغه سترې ځانګړنې دي، چې مونږ ته اشلام راښودلی دي ځکه ددې دریو.کړنو په تر سره کولو کې د انسان نږمنافقت څرګندیږي ‘ انسان دوه مخې، بې باوره او رسوا کیږي.  چې دا د ستاسو  لوړ شخصیت  زیانمن کوي ‘ بریالي اشخاص او افراد  تل مادي  امانت  خپل مالک سپاري او نه یې خیانتوي ان د خبرو امانت هم باید خیانت نشي او بل ته یې مقابل لوری ته یې ونه سپاری ځکه که سپیناوی وشي ته ورته دروغجن پیزندل کیږی چې دا ستا شخصیت ته لوی زیان رسوي.
۷–: تل  مسؤلیت مننونکي اوسه
 که د هر کوچني یا لوی کار په مقابل کې مسؤلیت ومنې ستاسو  د ژوند چارې ښې تنظیموي او تاسو خپلو چارو سره محتاط کوي؛ څو له تېروتنو وژغورل شئ. بریالي اشخاص تل خپل مسؤلیت په ډېر ویاړ مخې ته  وړي او په دې خوښ وي چې د خپل مسلک  له ادرسه هېوادوالو ته  د خدمت جوګه شي  . هر شخص د ټولنې یو غړی بلل کیږي او ددې ټولنې په جوړښت او سمون کې باید مسؤلانه رول ولوبوي که مسولیت وپیژنی همغومره ورسره باور دی زیاتیږي
۸–: له وخت او زمان نه پوره ګټه واخلۍ او یو ښه مدیر یا اداره چي شه
انسان د عمر په جریان کې   تر  هر بل چا له ټولو ارزښتناکه فرصت لري، چې هغه د وخت درلودل دی وخت لکه مرغۍ کله چې والوزي بیا لاسته نه راځي ‘ که هر څومره شتمني ولري، خو وخت پرې نه شې اخیستی. هسی خو نه وایی چې وخت د سروزرو نه هم زیات ارزښت لري  هیڅ وخت یو لحظه وخت هم مه ضایع کوه ګټه تری واخله پر مخ ولاړ شه او.دریږه مه د نن ورځ بیا نه راځي بلکه تیریږي  بلکه دا ورځ او.وخت بیا  واپس لاسته نشئ راوړلی روسان او انګرېزان  متل کوي چې (Time is money/gold) время как золото  یعنې وخت لکه د   سرو زرو پشان دې  او زیات  زیات قیمت لري. بریالي اشخاص تل له خپل وخت څخه ښه ګټه او استفاده  پورته کوي،د  ورځنېو  چارو لپاره  یو مهالوېش جوړوي تر څو  خپلې چارې د همدې مهالوېش برابر  مخته یوسي.
On Fri, Jul 15, 2022, 2:48 PM Taand Taand <[email protected]> wrote:
استاده سلامونه،
خوشاله به شو چې لیکنې په همدې ایمیل راولیږئ.
مننه
On Fri, Jul 15, 2022 at 11:55 AM Raaz Faizi <[email protected]> wrote:
اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

ښیې چاري ولرۍ!
زه غواړم چې خپلې لیکني ستاسو د نشراتو  او پالیسۍ برابر تاسو ته   در واستوم  هیله  لرم چې نشر ته یې وسپارۍ  .
په درنښت
د ننګرهار پوهنتون استاد
پوهنیار راز محمد فیضي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب