تاند (دوشنبه، د جدې ۱۱ مه)د طالبانو چارواکي په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې د افغانستان د ۲ میلیارد ډالرو صادراتو د لرلو خبر ورکوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د طالبانو د رژیم ویاند عبدالسلام اخوند زاده وايي، په ۲۰۲۳ کال کې نورو هېوادونو ته د افغانستان صادرات کابو دوه مېلیارد ډالره وو .
د هغه په وینا، دغه صادرات پاکستان، هند، چین متحده عربي اماراتو، قزاقستان او ازبیکستان ته شوي دي.
د دغه وزارت ویاند اخندزاده ټینګار کړی د دې سربېره چې د ډبرو سکارو صادرات کم شوي او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې موجودې دي؛ خو د صادراتو کچې زیاتوالی موندلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، په دغه کال کې د افغانستان د صادارتو کچه د تېرو کلونو پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې منتقدان بیا د افغانستان دومره صادرات د دغه هېواد په تاوان بولي او وایي د صادراتو زیاته برخه د دوی په وینا، د افغانستان له لیلام شویو ډبرو سکرو سرچینه اخلي.
د طالبانو پر رژیم له دې پلوه زیاتې نیوکې دي چې د ډبرو سکاره یې لیلام کړي او تر ډېره پاکستان دا توکي په ارزانه له افغانستانه پېري.
ځینې څارونکي بیا له نورو ټولو ستونزو سره- سره اقتصاد او سوداګرۍ ته د طالبانو د رژیم پاملرنه ستایي.