Homeخبرونهبې پولې خبریالان: طالبان د خبریالانو د بندیانولو لپاره د «جاسوسۍ» تور...

بې پولې خبریالان: طالبان د خبریالانو د بندیانولو لپاره د «جاسوسۍ» تور پلمه کوي

تاند (سې شنبه، د جدې ۱۲ مه) د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان د طالبانو رژیم تورن کړی چې د خبریالانو د بنديانولو لپاره د «جاسوسۍ» له تور څخه کار اخلي.

دغه سازمان د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې طالب رژیم ۲۱ خبریالان بندیان کړي وو او اوس هم ۳ خبریالان ورسره بندیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دغه راپور او تورونه یې رد کړي او ویلي چې دوی د خبریالانو د بندیانولو لپاره دلایل لرل او هغوی محاکمه شوي دي.

طالب چارواکو او قضایي مسوولینو یې تر اوسه د یوه خبریال د محاکمې په اړه هم رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د طالبانو رژیم ادعا لري چې خبریالانو او رسنیو ته یې د « اسلامي شریعت او ملي ګټو» پر اساس د فعالیت اجازه ورکړې، خو منتقدان یې باور لري چې طالبان هر هغه څه چې د دوی د سلیقې خلاف وي، د اسلام او ملي ګټو خلاف بولي او عاملینو سره یې ناوړه چلند کوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، زرګونو افغان خبریالانو هېواد پرېښی او تر نیمایي زیاتې رسنۍ د فعالیتونو پای ته رسولو ته اړ شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...