Homeخبرونهافغان ټیلکام ۴۵۰ نوي مخابراتي انتنونه نصبوي

افغان ټیلکام ۴۵۰ نوي مخابراتي انتنونه نصبوي

افغان ټیلکام شرکت وايي، د افغانستان په ۲۳۰ ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د پیاوړتیا لپاره ۴۵۰ نوي انتنونه یا برجونه جوړوي.

د دغو مخابراتي برجونو پر جوړولو به، چې په اتلس ولایتونو کې جوړېږي، یو اعشاریه ۸۹ میلیارد افغانۍ ولګول شي.

ډېر افغانان د مخابراتي شبکو د کیفیت له خرابوالي او د ټیلفوني مکالمو او انترنیټ د بیې له لوړووالي شکایت کوي.

په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د افغانستان د مخابراتي شبکو ډېر انتنونه الوزول شوي چې له کبله یې مخابراتي شبکو ډېر مالي تاوان کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کاناډا صدراعظم: کاناډا ویاړي چې ان کرسن د نوبل جایزه ګټلې

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۸ مه) د کاناډا صدراعظم مارک کارني، د کاناډایۍ شاعرې ان کارسن له خوا د ادبیاتو د نوبل جایزې...