دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد حقاني د پاکستاني پاسپورټ لرلو او لغوه کېدو ادعا

د حقاني د پاکستاني پاسپورټ لرلو او لغوه کېدو ادعا

تاند (پنجشنبه، د قوس ۱۶ مه) د نیوز په نوم یوې پاکستانۍ ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ادعا کړې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پاکستان پاسپورټ درلود او اوس یې د نورو زرګونه افغانانو په شان ناقانونه پاسپورټ لغوه شوی.

ورځپاڼه د خپلو سرچینو له قوله زیاتوي چې له ۳۰ تر ۴۰ زرو پورې افغانانو په ناقانونه توګه د پاکستان پاسپورټونه لرل او نورو هېوادونو ته یې په دغو پاسپورټونو سفرونه کول.

سرچینه د ښاغلي حقاني په تړاو وایي چې په پاکستاني پاسپورټ یې قطر ته له امریکا سره د طالبانو د سولې مذاکراتو لپاره سفر هم کړی و.

سراج الدین حقاني او مطبوعاتي سرچینو یې د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو یوه لویه برخه مشران د جمهوري نظام خلاف د جګړې پر مهال پاکستان کې اوسېدل او له دغه هېواده په پراخ ملاتړ او مرستو ترلاسه کولو تورن دي.

په وروستیو کې طالب چارواکي پاکستان سره ظاهراً ترېنګلې اړیکې لري او ویل کیږي چې د حقاني ادعا شوی پاکستانی پاسپورټ هم ممکن د اړیکو د همدغې ترېنګلتیا له امله لغوه شوی وي.

1 COMMENT

  1. دا د پنجاب ناروا روی ده یو پاسپورت یی لغوه شو بل پاسپورت ورته صادر کوی د کیاړی زوی د پاکستان ګټو ته او د افغانستان ورانولو ته قسم کړی ده او هغه به پوره کوې په دا لفظی شخړو یې مه غولیږې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب