پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهستانکزی: په ۲ کلونو کې تر جمهوري نظام ډېر اقتصادي پرمختګ لرو

ستانکزی: په ۲ کلونو کې تر جمهوري نظام ډېر اقتصادي پرمختګ لرو

تاند (پنجشنبه، د قوس ۱۶ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی ادعا کوي چې د دوی رژیم په دوه کلنه واکمنۍ کې د جمهوري نظام له ۲۰ کلنې دورې زیاتې اقتصادي لاسته راوړنې او پرمختګ لري.

نوموړي کابل کې یوې غونډې ته دا ادعا کړې، خو نه یې دي روښانه کړي چې د دوی لاسته راوړنې څه او کومې دي؟

طالب چارواکي وخت په وخت داسې ادعاوې کوي، خو خلک شکایت لري چې ورځ تر بلې یې اقتصادي وضعیت او د ژوند نور اړخونه ځپل کیږي.

دا نن د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان د وضعیت په اړه یوه خپاره کړي راپور کې څه باندې ۲۹ میلیونه افغانان د عاجلو بشري مرستو محتاج وګڼل او ورسره پر مرستو یې ټینګار وکړ.

د طالبانو منتقدان دوی تورنوي چې له ټول فقر او بشري ناورین سره په غلطو تبلیغاتو د خلکو او نړۍ ذهنیت غواړي د ځان په  ګټه واړوي او پر خپلو ناکامیو پرده واچوي.

له دې سره، یو شمېر خلک پر ځینو مهمو اقتصادي پروژو او د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره د طالبانو هڅې ستایي، خو زیاتوي چې دوی له مسلکي متخصصانو پرته حکومتولي او خدمات نه شي برابرولی.

5 COMMENTS

  1. ستاسو اقتصادي پرمختګ باید هم زیات وي .
    اوس جنګ نشته ، په ټول هېواد کې ستاسو واکمنی چلیږي . څوک پلونه ، روغتونونه ، ښوونځي ، سرکونه ، دولتي ودانۍ او دولتي پروژې نه سوځوي یا ورانوي .
    هره اونۍ څلوېښت ميلیونه دالر نړیواله مرسته دررسیږي . له ولس نه په مختلفو نومونو مالیې ، جریمې ، تکسونه او محصول اخیستل کیږی .
    ستاسو دولت نسبت د کرزي او اشرف غني تر حکومتونوډېر کوچنی دی . پارلمان ، لویه څارنوالي ، د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون ، د سولې عالي شورا یا بل موازي حکومت نشته . متقاعدینو ته معاش نه ورکول کیږي .
    د مللي اردو هغه جنګي مصارف چې پخوا به په جنګ کې مصرفېدل ، اوس نشته .
    د ټول هېواد ګمرکي محصول چې پخوا حاجي ظاهر قدیر ، پاچا خان ځدراڼ ، قوماندان عبدالرازق ، تورن اسمعیل ، دوستم او عطا چور غصبول ، اوس ستاسو د مرکزي حکومت په لا س راټولیږي .
    له بلې خوا اوس څوک سرکونه او لوې لارې په تراکتور نه قلبه کوي . په پلونو کې څوک بمونه نه ږدي ، تروریستي حملې کمې شویدي . بنا تاسې باید لازیات ملت ته مسوول اوسئ .

  2. خیر الکلام ما قل و دل .
    محترم ورور حسن صاحب لیکنی، آموزنده او د قانع کولو ښه درجه لری .
    په عمر او قلم مو خیرونه او برکات .

  3. حسن صاحب یو شی بل باید ور زیات شي هغه دا چې په بنسټیزو پروژو کې څوک له تطبیقوونکي ارګان باج نه اخلي، اینجینران څوک نه وژني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب