پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد افغان سفارت د فعالیت په اړه د هند د بهرنیو چارو...

د افغان سفارت د فعالیت په اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې

تاند (پنجشنبه، د قوس ۱۶ مه) د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارېندام باغچي، په دغه هېواد کې د افغان سفارت د فعالیتونو د دوام خبر ورکوي او زیاتوي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم د په رسمیت پېژندلو په اړه د دوی دریځ نه دی بدل شوی.

نوموړي نن یوې خبري غونډې ته وویل: :«په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت او په حیدر اباد او ممبي ښارونو کې د افغانستان کونسلګرۍ فعالې دي. تاسې د هغوی پر ودانیو له ځړول شویو بیرغونو پوهېږئ. د رسمیت پېژندنې په تړاو زموږ دریځ نه‌دی بدل شوی، افغان ډیپلوماټان همدلته دي چې افغان وګړو ته کونسلي خدمتونه وړاندې کړي.»

له دې سره ځینو دیپلوماتیکو سرچینو تاند ته ویلي چې په افغان سفارت کې له جمهوري نظام څخه د پاتې دیپلوماتانو له ډله ییزې استعفا سره، هند په افغان سفارت کې د طالبانو د یو شمېر دیپلوماتانو د ځایولو زمینه برابروي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه څه نه دي ویلي.

په هندوستان کې د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام سفیر فرید ماموندزي څه موده مخکې وویل چې هندي چارواکو دوی سره په نه همکارۍ او له دې امله فشار سره چې دوی باید یو  شمېر طالب دیپلوماتان ځان سره ومني، د دوی د کار د دوام مخه ونیوله.

ماموندزي د افغان سفارت د تړلو اعلان کړی و، خو په ممبیي او حیدراباد کې د جمهوري نظام قونسلانو د هند په غوښتنه د سفارت د کارونو د دوام خبر ورکړی.

یو شمېر هندي رسنیو بیا مخکیني افغان دیپلوماتان په غربي هېوادونو کې د پناه غوښتنې په هڅو، خپل کار ته نه په پاملرنې او ان فساد تورن کړي وو، خو افغان دیپلوماتانو هند ملامت بللی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي ویلي وو چې هند کې افغان سفارت فعال او دوی سره په تماس کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب