جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد م.م. متخصصانو له پاکستانه وغوښتل چې کډوال له ترهګرو سره ونه...

د م.م. متخصصانو له پاکستانه وغوښتل چې کډوال له ترهګرو سره ونه تړي

تاند (پنجشنبه، د قوس ۱۶ مه) ملګروملتو په پاکستان کې د تروریزم د خطر او د کډوالو د حضور د نامستند ارتباط په وړاندې خبرداری ورکړ.

د ملګروملتو متخصصانو پرون (چهارشنبې) په یوه بیان کې وویل چې دوی په پاکستان کې د روان ۲۰۲۳ له پیله د کورونو د خاوندانو له لوري په زوره د افغانانو د ایستلو، د ماشومانو په شمول د افغانانو د نیونو او ایستلو راپورونه ترلاسه کړي دي.

د ملګروملتو دغو دوولس متخصصانو همداراز ویلي، دوی تاییدوي چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې افغانانو ته پناه ورکړې خو باید بې دلیله او بې سنده کډوال او د تروریزم خطر سره ونه تړل شي.

پاکستان وايي چې په تېره یوه میاشت کې یې شاوخوا څلور نیم لکه افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

افغانستان ته راغلي کډوال وايي چې پاکستاني پولیسو د کور د وسایلو په شمول پیسې ورڅخه اخیستي او له دوی سره یې ناوړه چلند کړی دی.

له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو پر چلند اندېښنه ښکاره کړه.

ښاغلي بینیټ پرون چهارشنبې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دی او نور کارپوهان له پاکستانه غواړي چې د افغان کډوالو د ساتنې لپاره حیاتي ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې دوی له دغو افغان کډوالو سره د پاکستان اوسني چلند او په زوره یې افغانستان ته د استولو اړوند خطرونو ته اندېښمن دي.

بینیټ دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې نوموړي پرون په جنیواکې د ملګروملتونو له یو شمېر نورو کارپوهانو او ځانګړو راپور ورکونکو سره په غونډه کې له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو پر مسلې خبرې وکړې.

1 COMMENT

  1. انسانیت لا تراوسه ژوندی دی . بیا هم مننه چې له مظلومو کډوالو سره لا اقل تاسو د پنجابي جرنیلانو د ظلم او غلا نه پرده پورته کړېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب