Homeخبرونههره میاشت ۱۱ زره افغانان د اروپايي اتحادیې په هیوادونو کې د...

هره میاشت ۱۱ زره افغانان د اروپايي اتحادیې په هیوادونو کې د پناه غوښتنه کوي

تاند (پنجشنبه، د قوس ۱۶ مه) د اروپايي اتحادیې د کډوالو اداره وايي، د روان میلادي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د دې اتحادیې په غړیو هیوادونو کې ۸۶ زره افغانانو د پناه غوښتنې کړي دي.

دې ادارې همداراز ویلي چې په افغانستان کې له وروستیو تحولاتو وروسته هره میاشت ۱۱ زره افغانان د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې پناه غواړي.

په دې شمېر کسانو کې هغه افغانان شامل نه دي چې له بریتانیا، سویډن، ناروې او ډنمارک څخه یې پناه غوښتې ده.

د اروپايي اتحادیې د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کې افغان دوهم ملت دی چې په دې اتحادیه کې د پناه زیاته غوښتنه کوي.

په هرو درو افغانانو کې یو یې بې سرپرسته ماشومان دي چې د پناه غوښتنه کوي.

په همدې حال کې د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي چې لا هم تر ۳ میلیونه زیات افغانان په خپل هیواد کې کډواله دي.

دې کمیشنرۍ پرون په یوه راپور کې وویل چې ۳ میلیونه او ۲۵ زره افغانان کورني بې ځایه شوي او لږترلږه پنځه نیم میلیونه په ګاونډیو هیوادونو کې کډوال دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...