Homeخبرونهپښتو ادبي غورځنګ د خپلو شل کلنو فعالیتونو جشن وکړ

پښتو ادبي غورځنګ د خپلو شل کلنو فعالیتونو جشن وکړ

تاند(دوشنبه، د قوس۶مه) د سویلي پښتونخوا په کوټه ښار کې پښتو ادبي غورځنګ د خپلو شل کلنو فعالیتونو جشن ترسره کړ.

د یاد شوي غورځنګ مشر صادق ژړک وویل، په دغه جشن کې یې د (درې نومونه- درې ویاړونه) په نوم غونډه او د شهید عثمان کاکړ په نوم مشاعره لرله.

په غونډه کې د عبدالولي خان، اجمل خټک او سلېمان لاېق پر کارنامو او ژوند لیکوالو بحثونه او مقالې واورولې.

یو شمېر لیکوالو ته د پښتو ادبي غورځنګ د جشن په مناسبت اېوارډونه او جایزې هم ورکړل شوې.

دغې غونډې ته له افغانستان څخه هم یو شمېر مشهور لیکوال بلل شوي وو، خو هغوی د پاکستان د ویزو د نه لرلو او هلته افغانانو سره د ناوړه چلند له امله ګډون نه و کړی.

یو شمېر نورو لیکوالو له دې امله چې لویدیزو هېوادونو ته جلا وطن شوي، په دې غونډه کې ګډون نه درلود.

پښتو ادبي غورځنګ د پښتو له مشهورو فرهنګي ادرسونو څخه دی چې په شل کلن فعالیت کې یې لسګونه غونډې جوړې کړي او مهم کتابونه یې چاپ کړي.

2 COMMENTS

  1. له بده مرغه داسې ویره شته چی د کلونوکلونو په شان به بیا د کابل،پېښور، سوات، کوټې، کندهار، ننګرهار، ټل، پکتیا، لورلایی، چمن، …ګډ کلتوری او ادبی مجلسونه ونشی. په خواشنی سره ګورو چې دغه فرهنګی حوزه دتارومار کیدو په حال کی ده. نه یواځې دا چی کوزی پښونخا بری سره اړیکی پریښودی بلکه بره او کوزه هم په خپلو کی جلا جلا او روابط یی کم شول. د پښټون د اتحاد او پیوستون تمه وشلیده.
    لاړه اوراغله ارمان به وکړئ
    انګریز په پښتنو، فلسطینیانو، کردانو او بلوڅو خپل ارمان پوره کړ.
    پښتونه میدان دی بایلود نه د دین شوی نه ددنیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...