دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهپاکستان: د بنو ځانمرګی برید یو افغان کړی

پاکستان: د بنو ځانمرګی برید یو افغان کړی

تاند(دوشنبه، د قوس۶مه) د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د پښتونخوا په بنو کې پر پاکستانی ځواکونو پرونی ځانمرګی برید یو افغان کړی دی.

پاکستاني پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي چې د یاد شوي کس د تذکرې معلوماتو ته یې هم لاسرسی موندلی او ورته څرګند شوی چې یاد شوی بریدګر افغان و.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې انتحاري حمله کوونکي د افغانستان تذکره لرله. خو دا یې نه دي ویلي چې تذکره څنګه روغه پاتې شوې وه.

په دغه برید کې د یو شمېر پاکستاني ځواکونو په ګډون یو شمېر ملکیانو ته پرون مرګ ژوبله واوښته.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو معمولاً ورته ادعاوې بې اساسه بولي.

په وروستیو کې پاکستان په پرله پسې ډول افغانان د خپلو نا امنیو لپاره ملامتوي، خو د طالبانو رژیم او په پراخه کچه افغانان دا ادعاوې بې اساسه بولي او وایي پاکستان په دې ډول پر خپلو ناکامیو پرده اچول غواړي.

4 COMMENTS

  1. د افغانستان جعلي تذکرې به پېښور کې جوړیږي . ستاسو سرپرست صدراعظم کاکړ هم دا ډول جعلي افغاني پاسپورت او تذکره جوړ کړي او د هغو په وسیله په لندن کې اوسېده .
    پنجابیان دا ادعا د دې لپاره کړېده چې افغان کډوال په دې سره ژمي کې وځوروي ، کورونه یې وران کړي او د هغوی مال چور کړي .
    دوی فکر کوي چې نړیوال ټول ړانده او کاڼه دي . د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي . د الله تعالی لعنت دي وي پرتاسو درواغجنو او منافقینو وي .

  2. کله چې بریدکر برید کوی څه ضرورت لري چې له ځان سره اسناد وړي، او که یې ددې له پاره ورسره وړي چې تذکره خو هسي هم روغه پاته کیږي چې بیا د څیړنو په وخت کې څیړونکې له سرګردانۍ نه خلاص وي. ههههههههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب