جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهله ماشومانو په جنسي استفادې د طالبانو تورنول، مجاهد: بې اساسه ادعا...

له ماشومانو په جنسي استفادې د طالبانو تورنول، مجاهد: بې اساسه ادعا ده

تاند (دوشنبه، د عقرب ۲۹ مه) د روادارۍ په نوم د بشري حقونو یوه اداره، چې له هېواده بهر فعالیت کوي، په یوه تازه راپور کې د طالبانو رژیم له ماشومانو څخه په جنسي استفادې تورن کړی.

دغه اداره، چې مشري یې د بشري حقونو د کمیسیون پخوانۍ مشره شهرزراد اکبر کوي، ویلي د دغې استفادې ځینې موارد یې مستند کړي دي.

شهزاد اکبر په افغانستان کې د بشري حقونو د کمیسون د مشرۍ په مهال د جګړه مارو د جنایتونو په اړه هیڅ راپور وړاندې نه کړای شو.

په راپور کې زیاته شوې، چې طالبانو د پرځیدلي جمهوري نظام د منسوبینو له ماشومانو ناوړه استفاده کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپور رد کړی او ویلي، چې جمهوري نظام له ماشومانو ناوړه استفاده کوله، خو د دوی له واکمنیدو سره د ماشومانو حقونه خوندي شوي.

دا راپور داسې مهال خپور شوی، چې نن د ماشومانو نړیواله ورځ وه او بېلابېلو نورو ادارو هم د افغان ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی.

پر طالبانو د ښځو د حقونو د تروړلو په برخه کې ډېر انتقادونه شته په تیره بیا دوی په دې خاطر ډېر غندل کېږي چې ښځې یې له کار او نجونې یې له زده کړو منع کړي خو پر دوی د جنسي تجاوز په شان د ادعاوو په اړه تراوسه هیچا هم څه نه دي ویلي بلکې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته دا ډول پېښې خورا کمې شوې دي.

2 COMMENTS

  1. دا غربی ډمه په داسی پوچو او ناوړه ادعاګانو غواړی چی د اسلام نوم بد کړی همدغی ناولی ډمی په پخوانی حکومت کښی دا ناروا کارونه رواج کړل او هر چیری به د توپک په زور د خلکو ماشومانو سر جنسی تیری کیده خو داسی نر څوک نه ول چی د لنډغرو په مقابل کښې خوله وخوزوی او اوس همدا لواطت کاره غواړی په دروغو دخپل پخوانی لونډه ګان خوشحاله کړی مسلمانان باید پوه شی چی غرب له منافقینو په هر ډول استفاده کوی باید د داسې منافقو نه د هیواد تابعت واخستل شی او ابدی محکومی شی

  2. د غربیانو په خبرو اعتماد او قبول حماقت او خرتوب دی، تر غربیانو بې ناموس په جهان کې نشته! له ۱۹۶۴ را هیسې مې ګام په ګام غربیان مطالعه کړي دي! او خپله اروپا کې!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب