Homeخبرونهعمري: د درمل جوړولو نړیوال شرکتونه غواړي چې په افغانستان کې پانګونه...

عمري: د درمل جوړولو نړیوال شرکتونه غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي

تاند (سې شنبې، د عقرب 30 مه) د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو د ادارې رييس د اروپا له سفره تر راګرځېدو وروسته وویل چې د درمل جوړولو نړیوال شرکتونه لېواله دي چې په افغانستان کې د درمل جوړولو په فابریکو پانګونه وکړي.

عبدلباري عمر، په یوه خبري غونډه کې هالنډ او څو نورو اروپايي هیوادونو ته د خپل سفر د بریاوو په هکله د خبرو په ترڅ کې وویل، د درمل جوړولو ګڼو نړیوالو کمپنیو افغانستان ته د سفر او په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.

ده همداراز وویل چې ژر به په افغانستان کې حوړېدونکي درمل متحده عربي اماراتو اومصر ته صادر شي.

اروپا ته د ښاغلي عمري سفر په وروستیو ورځو کې په ځینو رسنیو کې په پراخه پیمانه منعکس شو.

نوموړي د شنبې په ورځ، په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي وو چې اروپا ته د خپل سفر پر مهال یې په هالنډ، بلجیم، سلواکیا او جرمني کې له افغانانو سره لیدلي او د دغو غونډو عکسونه به وروسته خپاره کړي.

د ښاغلي عمري سفر هغه مهال توجه ځان ته واړوله چې د جرمني په کولن کې یو شمېر افغانانو د دوی په وینا له طالبانو سره د خپلو وړاندیزونو او نیوکو د شریکولو لپاره د نوموړي په ویاړ غونډه جوړه کړه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...