یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاسلام اباد کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان تجارتي غونډه

اسلام اباد کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان تجارتي غونډه

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۳ مه) په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو د رژیم په کنټرول کې دی، له ازبکستان او پاکستان سره د افغانستان د ګډې تجارتي غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړی.

سرچینه وايي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو لوړ پوړی پلاوی د دغه وزارت لپاره د طالبانو د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ په یاده درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلی.

یاد سفارت زیاته کړې، چې له دې غونډې سربېره به دغه پلاوی له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه هم خبرې وکړي.

3 COMMENTS

  1. د پاکستان سره باید هر ډول سوداګري بنده شي او اجازه ورنکړل شي چې منځنۍ اسیا ته یې د افغانستان د لارې مالونه ولاړ شي. که اوسنی امارت ځان په رښتیا ددې ولس نماینده ګڼي او لږ غیرت پکې وي باید حتی برخه پکې وانخلي. کراچۍ بندر بند، مهاجر دې در په در، په هر سیزن کې دروازې بندې او مالونه دې خوسا او بیا هم تجارت.

  2. طالب ته هیڅ پکار نه ده چی په دغو شرایطو کی د کفر له نظام سره د سوداګری او هر اړخیزه خبری وشې طالب دی او د هغو زرهاو کانتینرو چی کراچی که ایسار دی بدون له کوم قید او شرط نه په ډیر عاجله طریقه د افغانستان ته راوړل شی او بعد هغه په نورو مسایلو خبری وشې چی د افغانستان په ګټه یدون له کوم شرط نه وی

  3. لومړی سند چې امضا شوي د کرزی په وخت کې APTA باید عملی شي کله چې بیا جنجال پیدا شوي کرزی بیا هغه تړون نوم بدل کړ ، زما په نظر باید هغه لومړی تړون چې د کرزی په اولو کې شوی وو باید عملی شي
    ترڅو چې پاکستان زموږ مالونه هند پرینږدی باید پاکستان ته ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان هیواد د اموالو انتقال اجازه ورنکړ شي باید زموږ د اجناسو او اموال انتقال هند پدې تړون کې ځای ورکړل شي ځکه موږ هم حق لرو چې هند سره سوداګیری ته وده ورکړو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب