جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د تازه دمه کډوالو د جذب په اړه اندېښنې

په افغانستان کې د تازه دمه کډوالو د جذب په اړه اندېښنې

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۳ مه) له پاکستانه د میلیونونو افغان کډوالو د په زوره اېستو له روان بهیر سره یو شمېر نړیوال بنسټونه، په افغانستان کې د دغو کډوالو د جذب او راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې د جنوبي اسیا یوې چارواکې نانسي دنت ویلي، چې په افغانستان کې د ستنیدونکو کډوالو د ادغام شرایط نه دي برابر.

نوموړې په دغه هېواد کې موجود اقتصادي ناورین او را روان خطرناک ژمي ته په اشارې ویلي، چې د میلیونونو کډوالو په زور ستنول به وضعیت نور هم کړکېچن کړي.

پاکستان ویلي، چې یوازې ۱،۷ میلیونه بې اسناده افغان کډوال په دغه هېواد کې مېشت وو.

سربېره پر دې، یاد شوي هېواد د اسناد لرونکو افغان کډولو د ویستو اعلان هم کړی، چې ورسره د ستنیدونکو کډوالو شمېر د درې او څلورو میلیونو ترمنځ اټکلیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې تر ۲۰ میلیونو پورې خلک نه پوهیږي د راتلونکي وخت ډوډۍ له کومه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب