سه شنبه, مې 7, 2024
Home+د یوازې کسانو عمر لنډ وي

د یوازې کسانو عمر لنډ وي

تاند- د سکاټلنډ د ګلاسګو پوهنتون څېړونکو په یوه نوې څېړنه کې څرګنده کړې، هغه کسان چې یوازې اوسی او په میاشت کې خپل نژدې خپلوان لږترلږه یو ځل نه ویني، د مړینې خطر یې تر هغو زیات دی چې خپلوان ویني.

دوی د بریتانیا د روغتیايي وضعیت په ارشیف کې له موجودو معلوماتو څخه په استفادې د نژدې ۴۶۰ زره بریتانیایانو، چې د عمرونو متوسط یې ۵۷ کاله دی، ټولنیز تماسونه څېړلي او د هغوی روغتیايي وضعیت یې کابو ۱۲ کاله څارلی او ثبت کړی دی.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، څېړونکي د خپلې څېړنې په پای کې دې نتیجې ته رسیدلي چې د یوازې اوسیدو، د پر له پسې یوازیتوب احساس او له خپلوانو او دوستانو سره د لږ لیدلو په شمول په ټولنه کې ګوښه توب د مړینې د خطر له زیاتېدو سره تړاو لري.

په دې څېړنه کې هغه کسان چې له خپلوانو او دوستانو سره یې نه لیدل او هغه کسان چې له خپلوانو سره یې ډېر لیدل، پرتله شوي.

په څېړنه کې څرګنده شوې، هغوی چې له دوستانو او خپلوانو سره یې نه لیدل، په سلو کې ۵۳ یې د زړه په ناروغیو اخته شوي او ۳۹ یې مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب