Home+د افغانستان اورغورځونکي (اتش فشانونه) انجنیر فریداحمد باوري

د افغانستان اورغورځونکي (اتش فشانونه) انجنیر فریداحمد باوري

افغانستان د اورغورځونکو په مدیترانه ــ اندونیزیا کمربند کې پروت هیواد دی، چې په همدې بنسټ باید د اتشفشانونو د راوتلو انتظار ولرو، د هیواد په بېلابېلو سیمو کې تر (۵۰) زیات داسې مخروطونه شته چې د اورغورځوونکو په مرسته جوړشوي دي خو د منځ ته راتلو دقیق او څرګند وخت یې معلوم نه دی، جیولوجي پوهان وایي د افغانستان اورغورځونکي مخروطونه ښایي  (۰،۵ــ ۲) میلیونه کاله مخته منځ ته راغلي وي، ډېری جیولوجي پوهان د افغانستان اورغورځونکي خاموش او مړه بولي خو د هیواد په ځینو سیمو کې د ګرمو اوبو چینې دا څرګندوي چې د افغانستان اورغورځونکي خاموش نه بلکې ویده اورغورځونکي دي.

د افغانستان د اورغورځونکو بنسټیز ګروپ د غزني ولایت په ناور ولسوالۍ کې دی چې (۴۰۰۰) کیلومتره مربع ځمکه په بر کې نیسي او تر سل کیلومتر مکعب زیات لاوایي تجمعات پکې شته.

همدارنګه د فراه ولایت په فراه رود سیمه کې درې لوی اورغورځېدلي مخروطونه شته چې لوړوالی یې (۲۰۰) متره  او قاعده یې (۵۰۰) متره  اوږدوالی لري، د فراه د اورغورځونکو په اړه داسې فکر کیږي چې دا د افغانستان تر ټولو ځوان اورغورځونکي دي، همدارنګه د افغانستان په سویل لوېدیځو سیمو کې هم د اتشفشانونو سترې نښې تر سترګو کیږي.

په افغانستان کې تر ټولو ستر او زړه راکښونکی اتشفشان د هلمند د سیند په کیڼ اړخ کې د خانشین اتشفشان دی چې د هوارو دښتو په منځ کې د ۷۵۰ مترو په لوړوالي سره را څرګند شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...