یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان حکومت وايي، نور به راجسټر افغان کډوال نه ځورول کېږي

د پاکستان حکومت وايي، نور به راجسټر افغان کډوال نه ځورول کېږي

خبریال: داودجبارخیل

د پاکستان فدرالي حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ (UNHCR) له غوښتنې وروسته ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې په قانوني توګه مېشت افغان اتباع او کډوال ونه ځوروي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې (UNHCR) ویاند رسینو ته ویلي چې دغه موضوع یې د افغان کډوالو د شکایت په اړه د پاکستان حکومت ته مطرح کړې ده. په ځواب کې، چارواکو ډاډ ورکړی چې په قانوني توګه به د هغو افغان اتباعو او کډوالو په وړاندې چې د استوګنې ثبوت (POR) کارت یا د نادرا لخوا افغان اتباعو ته ورکړل شوی کارت لري، هیڅ ډول اقدام نه کیږي.

په دې لړ کې د پاکستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت (سفران) او د افغان کډوالو لپاره کمیشنرۍ، د کورنیو چارو سیکرټري، د اسلام اباد چیف کمشنر، د کشمیر او ګلګت بلتستان په شمول د څلورو صوبو چیف سیکرټرانو، د صوبو د کورنیو چارو سکرترانو، انسپکټرجنرالانو سره خبرې کړي دي. د پولیسو په ګډون د ټولو ولایتونو ادارو ته په لیکلي بڼه ویل شوي چې نور هغه افغانان ونه ځوروي چې قانوني اسناد لري.

په لیک کې صوبايي حکومتونو ته خبرداری ورکړل شوی چې د افغان کډوالو پر ضد هر ډول اقدام به د پاکستان او افغانستان پر اړیکو ناوړه اغېز وکړي.

تاند ته په استول شوي لیک کې د افغان کډوالو د POR کارتونو او د افغان تابعیت د پاکستاني کارتونو نمونې هم ټولو اړوندو ادارو او صوبايي حکومتونو ته استول شوي او ویل شوي، هر هغه څوک چې د دې ډول کارت له لرلو سره سره ونیول شي او یا وځورول شي دا به د پاکستان د تېرو درې څلوېښتو کلونو د کوربه توب نېک نیت او روحیه زیانمنه کړي.

په لیک کې راغلي چې افغان کډوال یوازې هغه مهال له پاکستانه بېرته استول کېدای شي چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.

وزارت ټولو بنسټونو او ادارو ته لارښوونه کړې چې تر هغه وخته پورې چې د افغان کډوالو په اړه د فدرالي کابینې نوې پرېکړه نه وي شوې، په هېڅ صورت د هغوی نیول او ځورول مناسب نه دي. صوبايي حکومتونه هم باید دا لارښوونې خپلو ادارو ته ورسوي.

په دې اړه د يو اين ايچ سي آر وياند قيصر خان اپريدي وايي چې د پاکستان له حکومت سره يې د موضوع له پورته کولو وروسته اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې ده. خو که په کوم ځای کې داسې کوم عمل تر سره شي باید د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا د سیفران وزارت ته خبر ورکړل شي تر څو د مخنیوي لپاره یې له اړوندو چارواکو سره اړیکه ونیول شي.

2 COMMENTS

  1. انسان پدی ښه ښکاری چي د انسانیت جوهر ولری او حکام پدی مکلف دی چي دِ انسانیت ښې طریقی او روشونه ترویج کړی ، خو کاکړ هغه څه وکړل چي افغانانو تیره نیمه پړۍ کی له ارذل الناس
    هم نه وو لیدلی، د پاکستان جنایت کاران او فساد پیشه ماهرین کوم چي زیاد په پولیسو کی تراکم لری ؛ دغه درِنده پلید موجودات یی دِ افغان ماشومانو ،سپین ږیرو او حتی ښځو ته ور قومانده کړل
    که دا جناب د پښتون مومن ، مور او پلار ځوی وای ؛ هیڅکله هم دا سپیتوب یی نه کولو ، او دومره
    دنائت کندې ته یی ځان نه غورځولوو؛ ځکه یو عادی ملِک هم د ګاونډی سره داسی رذالت ته تن نه
    ورکوی ، خاین جنرالانو تر ځانه بد ځناور همدی پستیو ته را ایله کړی.
    اللهم خرِب بنیانهم و قرِب آجالهم و بدِل احوالهم و خذهم باَخذ عزیز مقتدر ونجنا برحمتک من القوم
    الفاسقین.

  2. تاسی دی خبرې ته ځیر شی ؛ نور به راجستر شوی افغان کډوال نه ځورول کیږي .
    یعنی ټول ځورول شوی ، ښه ورباندی خبر او بد معاش واری ، سپی دی ور شکارلی .
    آیا دا حکومت دی که داړه ماران ؟
    که ته د جنرالانو ملیشه نه وی ، تا به دا مُردار قوانین که په لنډه موده کی اصلاح کولی نشوی ،کار به
    دِ اهل ته سپارلی وی، مادون به دی انسانی روش ته تشویق کړی وی ، چون ګوهر دِ انسانیت نشته
    منفی او بهیمی خواته لاړی ، په څلویښت کلو کی ماړه نشوی نو په جیب شکونه هیڅ وخت نه مړیږی ، ظالمانو الله مو نور هم ، ذلیل او تباه کړه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب