یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستاني ډاکترانو الوتکې ته اجازه ورنه کړل شوه چې د هرات...

د پاکستاني ډاکترانو الوتکې ته اجازه ورنه کړل شوه چې د هرات په هوايي ډګر کې کښېني

تاند (پنجشنبه، د میزان ۲۰ مه) د ایران تسنیم خبري اژانس وايي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ په اړیکو کې د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته د طالبانو حکومت یوې پاکستانۍ الوتکې ته اجازه نه ده ورکړې چې د هرات په هوايي ډګر کې کښېني.

ځینو پاکستاني سرچینو ویلي چې په دغه الوتکه کې ۱۰ تنه پاکستاني ډاکتران سپاره وو چې د هرات د زلزله ځپلو د درملنې لپاره راستول شوي وو.

د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورول کېدو په خاطر ترینګلي شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت چارواکو د پاکستاني ډاکترانو د الوتکې د ناستې د مخنیوي په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، د هرات په زلزله کې شاوخوا ۲۵۰۰ تنه مړه شوي او سلګونه نور ژوبل دي.

که څه هم تازه د پاکستان حکومت د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ ته ژمنه ورکړې چې د فانوني اسنادو لرونکي افغان کډوال به نه ځوروي خو راپورونه ښيي چې په پاکستان کې د افغانانو ځورول لا هم دوام لري او پولیس له هغو کسانو څخه چې اسناد لري، پیسې غواړي.

د پاکستان حکومت یو میلیون او ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته اعلان کړی چې د روان اکتوبر تر پایه له پاکستانه ووځي.

په دومره لنډه موده کې د لکونو کسانو د ایستلو له کبله افغانستان له ستر فشار او حتي ناورین سره مخامخ کېدای شي.

3 COMMENTS

  1. دا کارونه هسی د خلکو او ددنیا د فریب لپاره کوی. پاکستان او طالب ډیر څه په مصنوعی شکل جوړوی، خو تر کاسی لاندی نیم کاسه وی. په دې سره دوه مقصدونه لری. یو دا چی ګواکی طالب او پاکستان یو بل سره مخالف شوی، دوهم دا چی پاکستان غواړی چې نړی ته خپله بشردوستی وښيي او هغه د ۵۰۰ کمپلو مسخره کومک تر پوښښ لاندی راولی.

  2. تر هغو چی دا بزدله ډارن هیبت ځان خلکوته ونه ښی دا خبری ټولی هسی بګواس دی هیبت د ای اس ای لوی خینزیر ده او طالبان لکه دی رمی میګی پیایې

  3. TALIBS MUST SHOW TO THE PEOPLES FREEDOM FROM ISI;
    MUST BUILD ON KUNER RIVER DAME AND PROJECT FOR ELECTRICITY,
    BUILD CHAH BAHAR TRANSIT WITH INDIA,
    FIND GOOD BUSINESS WITH INDIA.
    STOP ISI ACTIVITY IN AFGHANISTAN.
    ZENDAH BAAD AFGHANISTAN

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب