دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپر طالبانو د ملګرو ملتونو او یو بل نړیوال سازمان غږ؛ د...

پر طالبانو د ملګرو ملتونو او یو بل نړیوال سازمان غږ؛ د بشري حقونو نقض بس کړئ

تاند:(پنجشنبه، د میزان ۲۰مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د بشري حقونو د څارسازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو یادې شورا پرون هغه پریکړه لیک تصویب کړ،چې له طالبانو غواړي له هغو پالیسو او کړنو لاس واخلي چې له مخې یې په افغانستان د خلکو اساسي حقونه ترپښو لاندې شوي دي.

دغه پریکړه لیک چې مسوده یې د اروپایي ټولنې په استازیتوب هسپانیا د دې شورا ۴۶ غونډې ته وړاندې کړې وه، پرون چهارشنبې په قاطع اکثریت سره تصویب شوه.

پریکړه لیک د دې ترڅنګ چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د کارموده د یوه بل کال لپاره غځوي، له طالبانو هم غواړي چې خپلې پالیسۍ د بشري حقونو له هغو نړیوالو تړونو سره عیارکړي چې افغانستان لاسلیک کړي او مسولیت لري چې هغه عملي کړي.

چین او پاکستان دغه پریکړه لیک ته رایې ورنکړې.  

بل لور ته: د بشري حقونو د څار سازمان هیومان رایټس واچ یوځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندیښنې وړوباله اوویې ویل، له کله چې طالبان بیا پردې هیواد واکمن شوي، د بشري حقونو وضعیت د پام وړخراب شوی دی.

طالبانو د دغو نیوکو او غوښتنو په اړه نوی غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې داسې څرګندونې رد کړي او بې اساسه ګڼلي دي.

دوی ادعا لري، چې ټولو افغانانو او له هغې ډلې ښځو ته یې د اسلامي شریعت پر بنسټ حقونه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب