دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپر سلما بند د هرات د وروستۍ زلزلې د اغېزو په اړه...

پر سلما بند د هرات د وروستۍ زلزلې د اغېزو په اړه د طالب چارواکو څرګندونې

تاند:(پنجشنبه، د میزان ۲۰مه) په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو د وروستیو زلزلو له امله د سلما بند د زیانمنیدو خبرونه رد کړل.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ سیمه ییز مشر مولوي احمد الله متقي رسنیو ته ویلي، چې د زلزلې وروستیو ټکانونو سلما بند ته کوم تاوان نه دی رسولی.

سرچینې په دې تړاو خپاره شوي راپورونه بې اساسه ګڼلي دي.

هغه په عین حال کې له خلکو غوښتي، چې کرار دې وي او د بې ځایه تبلیغاتو هدف ونه ګرځي.

په هرات کې د تېرې شنبې ورځې د مرګونې زلزلې په دوام له څو ورځو راهیسې بیا دغه ولایت کې د زلزلو ټکانونه محسوس شوي.

پرون چارشنبه له دې امله د یوه تن د مړینې او یو نیم سل نورو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی و.

په ورته وخت کې ویل کیږي، چې دا ډول ټکانونه د هرات په ګاونډ فراه ولایت کې هم محسوس شوي دي.

د فراه ځایي چارواکو له دې امله د ښوونځیو د رخصتولو خبر هم ورکړی.

2 COMMENTS

  1. آیا د هرات د زلزلو په هکله کوم جیوجولیکي معلومات لاس ته شوی ؟ چه د زلزلې مرکز ځمکې لاندې چېرې طغیاني شوی دی؟!

  2. کوم خلک چي دا رنګه ادعاګاني مطرح کوي دخپلى خبري د پخلي لپاره څه ثبوت لرى. دي د توطيى تيورى وايي او ځني ذهني ناروغان يى دځانګړو موخو په پار مطرح کوي. دغه خلک دفيسبوک، ټويټر او داسى نورو بنسټونو دخپل خباره شوي کليپ اويا هم متن په پار پيسي اخلي نو ځکه دغه درواغ وايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب