جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهیونیسف: د هرات ۹۰ سلنه زلزله ځپلي ښځې او ماشومان دي

یونیسف: د هرات ۹۰ سلنه زلزله ځپلي ښځې او ماشومان دي

تاند:(پنجشنبه، د میزان ۲۰مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق( یونیسف) په یوه اعلامیه کې د هرات د زلزلې ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان یاد کړي.

دغه سازمان د ځپل شویو کسانو د عاجلې مرستې لپاره د ۲۰ میلیونه ډالرو غوښتنه هم کړې ده.

یونیسف ویلي، چې د شنبې ورځې دغې زلزلې ډېر ځایي خلک په وېره کې اچولي او رواني ناروغیو سره مخ کړي دي.

د خوړو نړیوال سازمان هم بیا تر دې مخکې له دغې زلزلې سره په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د دوام او احتمالي قحطۍ خبرداری ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم په سیمه کې وخت په وخت د زلزلو د ټکانونو د دوام خبرونه ورکول کیږي.

پرون د دغو ټکانونو له امله په هرات کې د یوه تن د مړینې او یو نیم سل نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...