پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د خاورې او اوسني وضعیت په اړه د پاکستان د...

د افغانستان د خاورې او اوسني وضعیت په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر اندېښنې

تاند:(پنجشنبه، د میزان ۲۰مه) د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د ایکو د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان د غونډې پر مهال، چې اذربایجان یې کوربه و، د افغانستان له خاورې د خپل هېواد شته اندېښنې په ډاګه کړې.

نوموړي په دغه غونده کې د وینا پر مهال وویل: له پرله‌پسې څو لسیزو جګړو او بې ثباتۍ وروسته افغانستان په یوه اړین پړاو کې دی؛ دلته جګړه نشته او امنیتي وضعیت ښه شوی دی، خو د ښځو او نجونو د اندېښنو په اړه کوم مناسب پرمختګ رامنځته شوی نه‌دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس هم د تروريستي ډلو ګواښونه موجود دي.

پاکستاني وزیر په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو نورو پاکستاني چارواکو په پرله پسې ډول ادعا کړې، چې د افغانستان خاوره د تحریک پاکستان طالبان او ځینو نورو ډلو لخوا د دوی خلاف کارول کیږي.

پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم بیا دا ادعاوې بې اساسه ګڼلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ورته مهال ټینګار کړی، چې دوی باید له ارتباطاتو څخه په افغانستان کې د اقتصادي بیارغونې او ودې د ترلاسه کولو لپاره ترې کار واخلي؛ ځکه، چې تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ ته ورغلې لار ده.

طالب چارواکو د نوموړي تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. پاکستان دوم اسرائیل په آسیا کی ده هر هغه مسلمان مملکت چی پاکستان اسلامی ملک بولی دهغو په اسلامیت کی شک ده دومره ضربه چی پاکستان په دی پنځوس کالو کښی اسلام او اسلامی مملکتونو ته ورکړه نه اسرایل نه امریکا ورکړی ده دا هغه منافق شریر او شیطان صفته هیواد ده چی په دنیا کی ساری نلری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب