دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد زلزلې له کبله سلما بند د ماتېدو له خطر سره مخامخ...

د زلزلې له کبله سلما بند د ماتېدو له خطر سره مخامخ دی

تاند (پنجشنبه، د میزان ۱۹ مه) له هرات څخه ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې د وروستیو پر له پسې زلزلو له کبله سلما بند درز کړی دی.

د سیمې څو اوسیدونکو د نومونو د نه څرګندېدو په شرط تاند ته وویل چې په سلما بند کې چاکونه/ درزونه پیدا شوي او دا خطر رامنځته شوی چې بند مات او شاوخوا سیمو ته سیل جاري شي.

د سیمې یوه اوسیدونکي وویل چې طالب چارواکو انجینیران بند ته لیږلي چې د بند د ماتېدو مخه ونیسي خو انجینیرانو ویلي چې که نن شپه (تېره شپه) یې مخه ونه نیولی شوای، د بند په مخ کې د پرتو کلیو اوسیدونکي باید له خپلو مېنو ووځي.

سلما بند ته انجینیران په هیلي کوپترو کې تللي او هڅه کوي چې د بند د ماتېدو مخه ونیسي.

یوې سرچینې وویل چې نن سهار به څرګنده شي چې وضعیت څنګه دی.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې زلزلو د هرات یو لرغونی منار هم سخت زیانمن کړی دی.

د هرات د پر له پسې زلزلو له کبله زرګونه کسان مړه او ژوبل شوي او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

پرون هم په دغه ولایت کې زوروه زلزله وشوه، چې د زلزله پېژندنې د ادارو پر اساس، شدت یې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۳ و.

د هرات اوسیدونکي د پر له بسې زلزلو له کبله سم خوب نه لري او دا په داسې حال کې ده چې زرګونه غمځپلې کورنۍ بې کور – اوره تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب